طالبان هیله لري د ایران نوي حکومت سره به د تهران-کابل روابط لا ښه شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ټاکنو ادارې د شنبې په ورځ مسعود پزشکیان د ۱۶ میلیونه او ۳۸۴۴۰۳ رایو په ترلاسه کولو سره ددغه هیواد د نهم جمهور رئیس په توګه اعلان کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د جمهوري ریاست مخکې له وخت ټاکنو کې د مسعود پزشکیان د بریالیتوب وروسته هیله ښودلې چې له نوي حکومت سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل د یکشنبې په ورځ جولاۍ اووم ( چنګاښ ۱۷) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو له کبله "ایرانیانو او د اسلامي جمهوریت رژیم" ته مبارکي ورکړې ده.

تکل ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] هیله لري چې د نوي حکومت په رامنځ ته کیدلو سره به د دوو ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي."

د ایران د اسلامي جمهوریت د ټاکنو ادارې د شنبې د ورځې په سهار جولاۍ شپږم (چنګاښ ۱۶) وویل چې دغې ادارې څه باندې ۳۰.۵ میلیون رایې شمیرلي چې مسعود پزشکیان څه باندې ۱۶.۳ میلیون رایې او د هغه سیال سعید جلیلي څه باندې ۱۳.۵ میلیون رایې ګټلي دي.

په عین وخت کې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ایران کې د جمهوري ریاست ټاکنې بریالۍ ګڼلي او ویلي دي چې دا ټاکنې "د سیاسي ګډون او د رایې اچونې صندوقونو ته د خلکو د حضور سره" ملې وې.

حامد کرزي د ایران خلکو او حکومت ته ددې بریالیتوب مبارکي ورکړې ده: "... هیله لرم چې د هغه د ماموریت پر مهال د دوو ورونو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې به لا زیاتې ټینګې شي."

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د ایران نوي منتخب جمهور رئیس ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

عبدالله ویلي: "ایران تراوسه زمونږ د میلیونونو هیوادوالو کوربه دی او افغانستان سره هم بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي."

مسعود پزشکیان د ایران نهم جمهور رئیس دی. څه موده مخکې د دغه هېواد مخکنی ولسمشر ابراهیم رئیسي د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې مړ شو او د هغه د ځای ناستي د ټاکلو لپاره بیا ټاکنې وشوې. ټاکل شوې وه چې په ایران کې په ۲۰۲۵ کال کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شوی وی.

ایران سره د طالبانو اړیکې

ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاتشې راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ددغې ډلې د حکومت سره د نږدې اړیکو د پاللو هڅه کړې ده.

که څه هم ایران د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په دغه هیواد کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښی او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم د تیر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې به په لنډه موده کې د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پژشکیان سیاست کې کوم بدلون را نشي، ځکه چې د فرهادي په وینا د افغانستان په اړه د ایران کړنې تر ډیره استخباراتي او امنیتي بڼه لري.

هغه وویل: "په اوږده موده کې د ایران او افغانستان اړیکې دې پورې اړه لري چې د سیمې د هیوادونو سره د ایران اړیکې څنګه پرمخ ځي او تر ډیره دې پورې هم اړه لري چې په امریکا کې څه تیریږي او د نومبر په میاشت کې په دغه هیواد کې څوک جمهور رئیس کیږي او په پایله کې یې ایران په کوم لور مخ ته ځي، امریکا او او نورې نړۍ سره د اړیکو ښه کیدلو په لور او یا داچې اړیکې لا د خرابیدو په لور ځي."

ددې دمخه د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ د انستیتوت بنسټ ایښودونکي او د ایران د پروګرام رئیس الکس واتانکا امریکا غږ ته ویلي وو، چې د ایران رژیم د طالبانو حکومت سره پر دواړخیزو مسلو د اختلاف له امله دا حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. دغه څیړونکي په دغو اختلافاتو کې د سرحد په اوږدو کې امنیت او د هلمند د سیند د اوبو د ویش مسلې ښودلي دي.

تیرکال د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ اړیکې د سرحد په اوږدو کې د نښتو تر حده رسیدلې وې، چې د رپوتونو له مخې په کې د ایران دوه سرحدي ساتوونکي او د طالبانو یو ساتوونکی وژل شوي وو.

ایران او طالبانو ترمنځ د ۹۰ لسیزې پر مهال هم کله چې طالبان په افغانستان کې په لومړي ځل واک ته ورسیدل او ایران هغه مهال د هغو افغان ځواکونو څخه ملاتړ کوه چې د طالبانو پر خلاف په جګړه بوخت وو. د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې هغه مهال نورې هم خرابې شوې کله چې په ۱۹۹۸ کال کې نهه ایراني دپلوماتان د مزارشریف په ښار کې د طالبانو د وسله والو له ووژل شو.

د واتانکا د وینا له مخې" د ایرانیانو لپاره لا هم ډیر ژر دی چې دا هیر کړي چې طالبان په ۱۹۹۰ لسیزه کې څه وو".