طالبان د مړو تبادله غواړي

د افغان سرتېري جنازه چې په ۲۰۱۷ په تخار کې د طالبانو په برید کې وژل شوی و

وسله وال طالبان وايي په فراه کې د یوې پوځي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د مړه شویو افغان پوځیانو او چارواکي جسدونه دوی ساتلي.

طالبان د ۱۳ افغان پوځیانو او چارواکو د مړو په بدل کې د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق د قاتل مړی غواړي. په فراه کې ځینې قومي مشران له طالبانو سره په خبرو بوخت دي چې د مړو په تبادله کې جوړجاړي ته سره ورسیږي.

تېره اونۍ د فراه د انار دره په ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه الوتکه وغورځېده چې په کې سپاره ۲۵ تنه مړه شول. په مړو کې افغان پوځي او ملکي چارواکي سپاره وو، خو تر دې دمه ۱۲ مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب اسوشیتد پرس ته ویلي چې ۱۲ مړي، چې د ولایتي شورا ځینې غړي او سوداګر په کې شامل دي، کورنیو ته یې سپارل شوي او نور یې "لا هم له دښمن سره" دي.

په لویدیځ کې د قول اردو د قومندان او د فراه د ولایتي شورا د مشر مړي هم له طالبانو سره دي. چارواکي وایي الوتکه د خرابې هوا له کبله غورځېدلې خو طالبان یې د وېشتلو دعوه کوي.

طالبان وايي چمتو دي چې پاتې مړي هم د سره صلیب له لارې د هغوی کورنیو ته وسپاري، خو شرط یې دا دی چې د جنرال رازق د وژونکي، ذبیح الله ابودجانه، مړی دې طالبانو ته وسپارل شي.

د اخبره د طالبانو یو ویاند قاري یوسف د وټس اپ له لارې خبریالانو ته کړې ده.

جنرال رازق څو ورځې مخکې د کندهار په ولایت کې له امریکایي چارواکو سره تر یوې غونډې وروسته ووژل شو.

بریدګر هم په متقابلو ډزو کې ووژل شو، طالبانو د برید مسولیت ومانه، خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی و.