طالبانو د هند د پرېکړې هرکلی کړی چې افغانانو ته د ویزو ورکول بیا پیلوي

هند د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې کابل کې خپل سفارت وتړه او افغانانو ته یې د ویزو د ورکولو لړۍ بنده کړه، خو دغه هیواد یو کال وروسته کابل کې بیرته خپل سفارت پرانیست.

د طالبانو حکومت افغانانو ته د هند له خوا د ویزې د ورکولو د بهیر د پیل په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې هیله ښودلې چې هند به افغانانو ته د ویزې د ورکولو لړۍ ژر پیل کړي.

هغه ویلي: " افغانان د روغتیا، تحصیل او سوداګرۍ په برخو کې زیات ضرورتونه لري، که هند دغه پروسه پیل کړي نو په دې سره به د زیات شمیر افغانانو ستونزې حل شي او مونږ هیله من یو چې د هند دوست هیواد به د ویزو ورکړه پیل کړي."

د هند د بهرنیو چارو وزارت د انټرنیټي پاڼې د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د جولاۍ ۲۶( زمري پنځم) په نوي ډهلي کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال افغانانو ته د ویزې د ورکولو د بهیر د بیا پیلیدو خبر ورکړی و.

هغه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: "بلې افغانانو ته د ویزې ورکول روان دي او دا کار روان دی."

رندیر جیسوال وویل چې هند د افغانستان د خلکو سره تاریخي اړیکې لري او زیاته یې کړه چې د هند د حکومت په بودیجه کې افغانستان سره د بشري مرستو ځانګړي کیدل ددغه ملګرتوب او ژمنې بیلګه ده.

تراوسه د هند له خوا افغانانو ته د ویزو د بیا پیلیدو په اړه ډیر معلومات نشته او دا لا هم څرګنده نه ده چې هند به افغانانو ته په کابل کې د خپل سفارت له لارې او که د ایران او پاکستان په څیر په انلاین بڼه په نوي ډهلي کې د بهرنیو چارو وزارت له لارې ویزې ورکړي.

هند د یو شمیر نورو هیوادونو په څیر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله کابل کې خپل سفارت وتاړه او افغانانو ته یې نه یوازې د ویزو د ورکولو لړۍ بنده کړه، بلکې په سلګونو افغان زده کوونکو ته چې د لوړو زده کړو د دوام لپاره د هند د حکومت په سکالرشپونوهندي پوهنتونونو ته معرفي شوي وو هم د ویزو ورکول بند کړي وو.

که څه هم هند د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستی دی، خو دغه سفارت لا افغانانو ته قنسولي خدمتونه دي پیل کړي.

اوس مهال کابل کې د پاکستان او ایران سفارتونه افغانانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي او ترکیه هم د بشري خواخوږۍ له مخې افغان ناروغانو ته ویزې ورکوي.

هند د افغانستان په څو اقتصادي شریکانو په ډله کې دی. تیرکال افغانستان هند ته د ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو شوداګریز توکي په ځانګړي ډول وچې او تازه میوې صادرې کړې وې.