پي ټي اېم ادعا: پاکستان کې د منظور پښتین د وژلو هڅه کیږي

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د خوندیتوب په اړه دا اندیښنې وروسته له هغه څرګندې شوي چې هغه د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټې غړي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګري عبدالصمد خان ادعا کړې چې دوی داسې شواهد تر لاسه کړي چې پاکستان د پښتین د وژلو هڅه کوي.

نوموړي د سپټمبر پر ۲۷ (تله ۶) پر ټولنيزې شبکې فېسبوک په یو ویډيويي بيان کې وویل چې پاکستان غواړي چې منظور پشتین له منځه يوسي.

هغه زياته کړه: "موږ له تېرې يوې اونۍ راهيسې داسې شواهد لرو چې د [پاکستان] رياست دا کوښښ کوي چې زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زيان ورسوي او دی له منځه يوسي، یا خدا دې نه کوي، دی په شهادت ورسوي."

عبدالصمد خان وايي چې رياست دا اقدامات د اکتوبر د ۱۱ جرګې د مخنيوي او هغې د ناکامه کولو لپاره کوي.

نوموړي زياته کړه چې د سپټمبر پر ۲۶ (تله ۵) چې کله دوی د پښتین په مشرۍ کې د مومندو او خليلو جرګې ته د اکتوبر ۱۱ د جرګې د بلنې لپاره ورغلي وو، نو د بېرته راتګ پر مهال اته يا لس موټر سايکل سپرو کسانو دوی تعقيبول چې وسلې ورسره وې. د هغه په وينا، کله چې دوی خپل ځای ته راورسېدل نو دغو کسانو د ډرون کېمرې له لارې د دوی د ځای څارنه پيل کړه چې وروسته د پي ټي اېم غړي ورپسې ورغلل او دوه کسان يې ورڅخه ونيول او له هغوی يې پوښتنې وکړې.

نوموړي ادعا وکړه: "د دغو کسانو حرکات و سکنات داسې ول چې دوی د رياستي اېجنسو کسان دي او دوی دا کوښښ کاوه چې مشر [منظور پښتین] ته نقصان ورسوي."

د عبدالصمد په خبره، تېره اونۍ په پاړه چنار کې هم د ولسي غونډې پر مهال يو مشکوک کس هڅه کول چې منظور پښتین ته نېږدې شي، خو د غورځنګ ملګرو يې مخنيوی وکړ.

نوموړي رياستي ادارو ته پیغام ورکړ چې منظور پښتین د دوی "سره کرښه" ده، خو که له دې وروسته هر چا هغه ته د زيان رسولو هڅه کوله نو دوی به يې پرضد لومړی اقدام کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سپټمبر پر شپږمه (وږی ۱۶) د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلو ټبرونو د مشرانو او ځايي ولس غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: "د پښتنو ټوله غميزه، د هغوی د مړيو، د ګوډو، د معذورو، د زخميانو، د ورکو خلکو، د وسايلو، د لارو بندولو، د تجارت تباهي، پر ځمکې قبضې، پر وسايلو قبضې، د شناختي کارډ مسايل او داسې نورې مسلې او معلومات به په کره توګه له کلي کلي راټولوو او بيا به يې دلته پر سکرين ښکاره کوو."

عبدالصمد خان په ويډيويي بيان کې زياته کړه چې څنګه د دې جرګې تاريخ رانېږدې کېږي، د پاکستان حکومت "انتقامي" اقدامات کوي. "زموږ اکثره ملګري ګرفتار کېږي. دوی جېلونو ته اچول کېږي، دوی څارل کېږي، خو موږ به په هر صورت دا جرګه کوو."

نوموړي زياته کړه: "چې د کومو سیاسي ګوندونو مشرانو ته موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، په هغو کې اکثره مشرانو موږ ته دا خبره کړې ده چې موږ ته [د پاکستان] د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پخپله ټېلیفونونه کړي او دا يې راته ويلي دي چې تاسو په دې جرګه کې په هېڅ صورت ګډون مه کوئ. خو بیا هم موږ ته خپلو سیاسي مشرانو دا باور راکړی دی چې موږ به په هر صورت په دې جرګه کې ګډون کوو."

د پاکستان پوځ او حکومت لا تر دې دمه د پي ټي اېم د ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د غورځنګ يو شمېر غړي د ترهګرۍ، ولس پارونې، بغاوت او د عامه نظم د ګډوډۍ په قضيو کې نيولي او زنداني کړي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې منظور پښتین د جولای پر ۱۲ (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

د پښتین په مشرۍ د پي ټي اېم نماينده پلاوی او غړي هغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې دننه او دباندې بېلا بېلو مشرانو او ولسونو ته د اکتوبر ۱۱ په جرګه کې د ګډون بلنې ورکول پيل کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي يو غړي زکيم وزير د اګست پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د منظور پښتین په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه "کلي په کلي او کور په کور" ګرځي او ولس ته د جرګې بلنې ورکوي.

نوموړي زياته کړې: "د اکتوبر پر ۱۱مه به د وطن يو نوی سياست، د پښتنو يووالی او ملي فکر جوړېږي او پر دې خاوره به نور استعمار، جنګ، کډوالۍ، بې روزګارۍ او داسې نورو ستونزو ته د حل لاره جوړېږي. ۱۱م اکتوبر به پښتانه ملي يووالي او پر خپله خاوره خپل اختيار ته بيايي."