طالبان: ۴۲ نور افغان کډوال پاکستان کې له بند څخه له خوشې کیدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي

طالبانو د حکومت کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې دا افغانان اسلام اباد او پنډۍ ښارونو کې پولیسو نیولي وو چې د خوشې کیدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ نور افغان کډوال چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نلرلو له امله د پولیسو له خوا په توقیف خونو کې ساتل کیدل خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ فبرورۍ اتم (سلواغې ۲۰) د ایکس پر پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمیر افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۸) د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان له اسلام اباد ښار څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او له ۲ تر ۵ ورځو پورې د حاجي کمپ په بند کې بندیان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول".

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د فبرورۍ اول (سلواغې ۱۳) د ایکس په ټولنیره شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د ستنیدو خبر ورکړی وو.

دغه وزارت ویلي وو چې دا شمیر افغان کډوال هعم د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې د پولیسو له خو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي وو.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو پر اساس دا کسان د قانوني اسنادو د نلرلو له امله د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او د دوو ورځو څخه تر ۲۷ ورځو پورې په حاجي کمپ کې بندیان وو چې د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته واستول شو".

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ کال د پیل سره سم په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې، چې په ترڅ کې یې په سلګونو افغان کډوال نیول شوي او اسلام اباد سره نږدې په حاجي کمپ کې په یو توقیف ځای کې د څه مودې لپاره د ساتلو وروسته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یو وروستي راپور له مخې یوازې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸۳۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ددغه شمیر تر ۱۰۰۰ پورې یې د هغوی د خوښې پرخلاف افغاسنتان ته شړل شوي دي. دا ۱۰۰۰ تنه افغانان د اسلام اباد او پنډۍ په ښارونو کې نیول شوي وو او د حاجي کمپ کې د څه مودې د تیرولو وروسته افغانستان ته شړل شوي وو. په ستنو شویو افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو او اکثرو یې په پاکستان کې د اوسیدانې اسناد هم لرل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له خوا د روان کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اوسیدانې لپاره د پولیسو څخه د اجازه لیک ترلاسه کولو د شرط ایښودلو وروسته په دغه ښار کې د افغانانو د نیولو لړۍ ډیره چټکه شوې ده.

ددې سربیره تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څخه تښتېدلي او بل هېواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته منتظر دي.

امریکا غږ د پاکستان حکومت دا پلان لیدلی دی. د دغه نوي پلان په لومړۍ مرحلې کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې په ټاکل شویو کمپونو کې ځای په ځای کېږي. د دغه پلان په اړه به عمومي اعلان نه کېږي.

د دغه پلان په درېیمې مرحلې کې به تقریبآ ۴۰۰زره افغانان د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د پاکستان له دغو دوو لویو ښارونو څخه واېستل شي او که نور هېوادونه یې د پناه غوښتنې مراحل ژر بشپړ نه کړي، د هغوی د اېستلو تدابیر به هم ونیول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو "د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت" غواړي.

دغو ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د دغه پلان په تطبیق کې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي. دوی همدغه راز له اسلام اباد څخه غوښتي دي، چې د قانوني او اقتصادي کډوالو په اړه دې مناسب مراحل په پام کې ونیسي، په دغې برخې کې هغه کډوال هم شامل دي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په همکارۍ د پاکستان حکومت ورته "افغان تابیعت کارتونه" ورکړل شوي. د دوی شمېر ۸۰۰زرو ته رسيږي.

پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دویمې مرحلې کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.