د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او پينډۍ کې افغان کډوال د پوليسو د ځورونو سربېره په اقتصادي توګه هم د ځپل کېدو شکایت کوي، او وایي که يوې خوا له دې دواړو ښارونو څخه شړل کېږي نو بلخوا پرې د کار او روزګار دروازې هم تړل کېږي.
په دغه ښارونو کې د افغانانو دوه ګوني کړاونه هغه وخت پیل شول چې د تیر کال د نومبر پر ۲۴ د پاکستان تحريک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې د خپل زنداني رهبر عمران خان په ملاتړ لاريون وکړ. پر هغه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير تور و لګاوه چې په نیول شويو احتجاجیانو کې افغان کډوال هم شامل دي.
تر هغه وروسته محسن نقوي افغان کډوالو ته د ۲۰۲۴ کال د دسمبر تر ٣١ په اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره د اجازتنامې شرط کښېښود خو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پوليسو نه یوازې د دوی په نيولو لاس پورې کړ بلکې افغانستان ته یې ستنول هم پیل کړل.
خو د نيولو او خپل هېواد ته د ستنولو ترڅنګ په اسلام اباد کې افغان کډوال کار روزګار هم نه شي کولای ځکه چې شخصي موسسې او شرکتونه هم ورته د حکومت له ډاره کارونه نه ورکوي.
یو افغان کډوال حکمت الله شفق هم په دا ووروستیو کې یوې شخصي موسسې له کاره اېستلی دی. نوموړی هلته سافټوېر انجنيئر وو خو چې کله په اسلام آباد کې سختي پيل شوه نو د موسسې څښتن ورته ویلي دي، "موږ نور نه شو کولای چې تا دلته پريږدو ځکه چې دلته درپسې پوليس راتلای شي او زموږ کار اغېزمنېږي. "
نوموړي د فبرورۍ پر ٧ ( سلواغې ١٩ ) امريکا غږ ته وويل، "په پردي وطن کې مساپر يم، دلته هيڅوک خپل نه لرم چې یوڅو روپۍ راکړي او خپلو ماشومانو ته ګوله ډوډۍ راوړم۔"
حکمت الله شفق اوس کولنګ بيلچه وهي او په ډېر کم اجرت کار کوي، خو زیاتوي جې په دې کار نه ګوله ډوډۍ پوره کولای شي او نه د کور کرايه.
په پلازمېنه اسلام اباد او پنډۍ ښار کې د نارینه وو په ګډون ښځینه افغان کډوالې هم کارونه کوي، چې ځینې یې اوس له کارونو ګوښه کړی دي.
مريم اصغري چې په پنډۍ ښار کې اوسېږي، وايي، د ځمکو د پېر او پلور په يوه دفتر کې کمپیوټر چلوونکې وه خو اوس یې ورته ویلي چې نور کار مه ته ورځه.
هغې له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، "پلار مې سپين ږيری دي او يو ورور مې ذهني ناروغه دی، بل ورور مې وړوکی دی نو ځکه مې نوکري کوله."
دا وايي، نه پوهېږي، چې څه وکړي ځکه چې نوی کار موندل ډير ګران دی او بل ښځې د نارينه و غوندې سخت کارونه هم نشي کولای.
له امريکا غږ سره په خبرو کې یوشمېر افغان کډوالو د پاکستان حکومت د اوسني اقدام په اړه خپګان ښودلی دی.
تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته یې هېواد پرېښی او درېیم هېواد ته د تلو لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته په تمه دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو "د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت" غواړي.
د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي فلیپا کانډلر وویل: "افغانستان ته په زوره شړل به د ځینو خلکو ژوند له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخامخ کړي. موږ په پاکستان کې باندې ټېنګار کوو، چې (د کډوالۍ) اسنادو ته له کتو پرته، له خطر سره مخامخو افغانانو ته مصونیت برابر کړي."
په اسلام اباد کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د ماموریت مشرې میو ساتو وویل چې د هغوی اداره ژمنه ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ثبتولو، مدیریت او امنیتي پلټنې په برخو کې کار وکړي.
میو ساتو وویل: "دا به د هغو افغانانو ته، چې ضرورت لري، نړیوال خوندیتوب او نورو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې له ډېر وخت راهېسې ټولنیز-اقتصادي او کورنۍ روابط لري، د مناسبو حل لارو دروازه پرانیزي."
دغو ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د دغه پلان په تطبیق کې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي. دوی همدغه راز له اسلام اباد څخه غوښتي دي، چې د قانوني او اقتصادي کډوالو په اړه دې مناسب مراحل په پام کې ونیسي، په دغې برخې کې هغه کډوال هم شامل دي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په همکارۍ د پاکستان حکومت ورته "افغان تابیعت کارتونه"ورکړل شوي. د دوی شمېر ۸۰۰زرو ته رسي.
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دویمې مرحلې کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف همدغه راز ویلي دي، چې لارښونه یې کړې د دغه پلان په درېیمې مرحلې کې دې تقریبآ ۴۰۰زره افغانان د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د پاکستان له دغو دوو لویو ښارونو څخه واېستل شي او که نور هېوادونه یې د پناه غوښتنې مراحل ژر بشپړ نه کړي، د هغوی د اېستلو تدابیر دې هم ونیول شي.
د ملګرو ملتونو ادارې او طالبان وايي چې له ۲۰۲۳ کال راهېسې ۸۰۰زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په زوره له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه