د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له خلکو سره د نژدې ۳۲۷ میلیون امریکايي ډالرو تازه بشري مرستې کولو اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېر شپه سپټمبر ۲۳ (تلې لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بشري ملاتړ په هدف د متحده ایالاتو یاده مرسته به په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغانانو د بشري اړتیا په برخه کې ولګول شي.
ښاغلي بلېنکن زیاته کړې چې یاده مرسته به د نړیوالو خیره سازمانانو لخوا تر اړمنو خلکو ورسول شي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې متحده ایالات د افغانستان خلکو ته ژمن دي.
The United States is providing nearly $327 million in additional humanitarian assistance to Afghanistan and Afghans in neighboring countries to fund emergency support and health services. We remain committed to the Afghan people.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) September 23, 2022
پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه پیسو ۱۱۹ میلیون ډالر د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو او پناه ورکولو ادارې او ۲۰۸ میلیون نور د متحده ایالاتو د نړیوالي پراختیايي ادارې د بشري مرستو ادارې لخوا ورکول کیږي.
په بیان کې ویل شوي چې دغه تازه بشري مرسته به افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د کډوالۍ نړیوال سازمان او نورو اړوند خیره بنسټونو لخوا ولګول شي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزارت ویلي چې یاده بودجه به د بېړنیو نغدي مرستو ترڅنګ، سرپناه برابرولو، د داخلي بېځایه شوو وګړو سره د مرستې، د روغتیايي خدماتو، د اومیندارو مېرمنو روغتیا ته پاملرنې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې ولګول شي.
په بیان ویل شوي چې د متحده ایالاتو په دغه مرسته سره به په ځانګړي ډول په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته هم د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا او کووید ۱۹ ویروس د معایناتو او درملنې په برخه کې خدمات وړاندې شي.
اعلامیه زیاتوي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له افغانستان او ګاونډیو هیوادونو سره ۱.۱ میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ټولنې له غړو هیوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
له افغانستان سره د جرمني بشري مرسته
بلخوا د جرمني سفارت هم اعلان کړی چې ټاکل شوې د افغانستان له خلکو سره ۱۰۰ میلیون یورو چې (څه باندې ۱۰۳ میلیون ډالره) کیږي مرسته وکړي.
یاد سفارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه بودجه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لخوا ولګول شي.
د جرمني سفارت چې دا مهال د افغانستان د لپاره خپل چارې له دغه هیواد څخه بهر مخته وړي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له دغه هیواد سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده.
په بیان کې ویل شوي چې له دغه بودجې څخه ۶۷۷ زده کوونکي ماشومان هم ګټه پورته کړي. جرمني ویلي چې افغانان به یوازې پرېنږدي.
په🇦🇫کې بشري وضعیت ډراماتیک دی. @AA_stabilisiert په 2022 کې د @WFPمرسته یوځل بیا زیاته کړي:۱۰۰ ملیون یورو ته. @WFPکولی شي د 677,000ښوونځي ماشومانو لپاره چمتو کړي. موږ به د افغانستان خلک یوازې نه پریږدو، موږ په لوړه کچه په افغانستان کې خپلو ژمنو ته دوام ورکوو. pic.twitter.com/AOAGKwd6uQ
— Germany in Afghanistan (@GermanyinAFG) September 23, 2022
متحده ایالات پر داسې مهال له افغانستان سره د تازه مرستې خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د نړیوال خوراکي پروګرام د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، به کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له درکه بیړني حالت سره مخ شي.
په دې راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په نړۍ کې د لوږې سره مخ څو سیمو ته پکې اشاره شوې، راغلي چې ښايي له نومبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو شدیده ناامني او شدیدې لوږې او سړې هوا له امله مړینې د پام وړ زیاتې شي.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي دي چې تیر ژمی د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له لوږې سره مخ وو.