پکتیکا کې د پولیو د هر کمپاین پر مهال ۲۱۷۰۰۰ ماشومان واکسین کیږي

د پکتیکا ولایت د پولیو واکسین د برخي مسؤلین او قومي مشران د پولیو واکسین د سم تطبیق په خاطر له خلکو غواړي چې د کمپاینونو پر مهال له رضاکاره ټیمونو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

په پکتیکا کې د هر کمپاین پر مهال له پنځو کلو کم شاوخوا ۲۱۷۰۰۰ ماشومانو ته د ټول ولایت په سطحه د پولیو ضد واکسین تطبیقیږي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت، امریکا غږ ته وویل، هڅه کوي د کمپاینونو پر مهال د پولیو ضد واکسین د ټولو کورونو تر دروازو ورسوي.

ښاغلی همت وایي: "د پکتیکا له ټول اولس څخه مو دا غوښتنه ده چې د کمپاین په لړ کي مو خپل ټول ماشومان واکسین کړئ که چېرته کوم ماشوم پاته شي هیله ده نږدې کلینک ته ژر تر ژره مراجعه وکړئ."

ډاکټر همت همداراز زیاته کړه، ولسونه دي د دوی له رضاکاره ټیمونو سره مرسته د خپل مسوولیت له مخې ترسره کړي.

یو تن قومي مشر عبدالشکور ځدراڼ د پولیو ضد واکسین مهم ګڼي او په خپله سیمه کې د رضاکاره ټیمونو سره د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکوي.

نوموړي وویل: "د افغانستان له ټولو خلکو په خاص ډول له ټولو پکتیکاوالو څخه مې دا هیله ده چې خپلو ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګوي تر څو مو ماشومان صحتمند وي".

د معلوماتو له مخې پکتیکا، ارزګان، کندهار او فراه هغه ولایتونه دي چې د پولیو ویروس له زیات ګواښ سره مخ دي.

پکتیکا د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېر کې پکې د پولیو ساري ناروغۍ زیاتې مثبت پېښې تثبیت شوې وې، روغتیايي مسوولین وايي د ۲۰۲۰ مېلادي کال له پیله تر اوسه د کومې مثبت پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.