د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د پولیو کمپاین بریالی روان دی


د پکتیکا صحي مسوولین وايي، په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین بریالی روان دی او دوی تر دې دمه له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

د تیري دوشنبې په ورځ د پکتیکا په ګډون د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د فلج ساري ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې کمپاین په جریان کې به د ټول هېواد په کچه ۶،۷ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کښته دي واکسین شي.

د پکتیکا د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر محمد اسلم صابري وايي، تر دې مهاله په پکتیکا کې د پولیو روان کمپاین له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوی.

ښاغلي صابري زیاته کړه: "په پکتیکا کې د پولیو کمپاین بریالۍ روان دی، تراوسه کومه ستونزه نشته، له خلکو غوښتنه کوو چې په پاته دوو ورځو خپل ماشومان واکسین کړي او ماشومان تر نږدې کلینک ته وروړي".

بلخوا د عامې روغتیا وزارت اړوند د پولیو د لمنځه وړلو برخې د اړیکو مسوول مرجان راسخ د دې کمپاین په لړ کې امریکا غږ ته وویل چې: "بدبختانه بیا هم په دې کمپاین د ټول هېواد په کچه ۱،۹ میلیونه د هدف وړ ماشومان د لاسرسي وړ نه دي، په دې کمپاین زمونږ ډېر تمرکز په سویل، سویل ختیځ، ختیځ او لویدیځو حوضو دی".

د یادونه وړ ده چې په روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان د پوليو دوه پیښې یوه په هلمند او دوهمه په زابل ولایت کې رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا تر دې دمه د پوليو ۱۷ مثبت پیښې تثبیت شوې دي.

XS
SM
MD
LG