کابل کې د وسله والې شخړې له امله درې تنه وژل شوي شپږ ټپیان دي

عکس: ارشیف

طالب چارواکي وايي، په کابل ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي شخړې له امله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه پخواني افسر په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي نن شنبه ډسمبر ۱۱ (لېندۍ ۲۰) ویلي چې دغه پېښه تیره ورځ ناوخته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په «پکتیا کوټ» سیمه کې شوې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه پېښه د شخصي شخړې له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا لومړی د کجیرخان په نوم کس زامنو، د سمونیار عبدالغفار هوتک په نوم د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر وژلی او تر هغه وروسته د یاد افسر زامنو د کجیر خان دوه زامن په ډزو وژلي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې په دغه وسله وال نښته کې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه نور کسان ټپیان شوي دي.

سعید خوستي ویلي چې یاد پېښه د امنیتي او عدلي ارګانونو لخوا تر څېړنو لاندې ده.

تر دې مخکې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې وه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر عبدالغفار هوتک د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د طالبانو لخوا وژل شوی، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ښاغلي خوستي دغه ادعاوې «پروپاګند» بللي او ویلي دي چې د دوی اسلامي امارت «عمومي عفوې» ته ژمن دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په مرکز او ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پخواني نظامي کسان د شخصي دښمنیو له امله وژل شوي او په خبره یې عاملین یې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ طالبان د افغانستان د پخواني حکومت د ۱۰۰ امنیتي ځواکونو په صحرایي محکمې او لادرکه کیدو تورن کړل.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ډسمبر په پنځمه وویل چې طالبانو د پخواني حکومت پوځي غړي ندي‌ وژلي.

عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې لیکلي: "مجاهدین په بشپړه توګه د عفو فرمان ته ژمن دي او د مخکنۍ ادارې کارکوونکي د خپل تیر مخالفت په وجه نه اذیت کیږي."