ټرمپ: سلیماني د نړۍ لومړی نمبر ترهگر و

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د نړۍ "لومړی نمبر تروریست" وباله.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان خبرداری ورکړ که ایران د امریکا پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي د زیاتو حملو سره به مخامخ شي.

ښاغلي ټرمپ همداشان ددغو احتمالي بریدونو په اړه وویل چې زیات شمیر ایراني هدفونه مخکې له مخکې په نښه شوي دي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "مونږ تیره شپه د جگړې د بندولو لپاره اقدام وکړ". هغه زیاته کړه چې د خپلو نیابتي جنگیالیو په واسطه د خپلو گاونډیانو د بې ثباته کولو په گډون په سیمه کې د ایران د رژیم خصمانه چلند، باید همدا اوس پای ته ورسیږي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې سلیماني یوې تروریستي شبکې سره مرسته کوله چې لمن یې تر منځني ختیځ، اروپا او امریکایي هیوادونو پورې رسیدلې ده.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې سلیماني "د بیگناه انسانانو له وژنو خوند" اخیست.

له بلې خوا عراقي مقاماتو ویلي چې نن د جنورۍ په څلورمه د بغداد په شمال کې د ایراني پلوه ملیشو د موټرو په کاروان هوایي برید شوی دی. پدغه برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي.

واشنگټن تر اوسه ددغه برید په اړه تبصره نده کړې.