په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د واک د ترلاسه کولو ژمنه بیا تکرار کړې، په اسرائیل او حماس باندې په غزه کې د روان کمزوري اوربند د غځولو د غوښتنې فشارونه زیات شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په تیره میاشت کې د اوربند د پیل راهیسې شاوخوا ۱۲۶۰۰ په مرستو بار لارۍ غزې ته رسېدلي او د قحطۍ مخنیوی شوی دی خو خبرداری یې ورکړی چې که د شپږو اونیو اوربند و نه غځول شي، فلسطینیان به بیا له لوږې سره مخامخ شي.
د بشري مرستو د چارو مسئول ټام فلچر غزې ته د دوه ورځني سفر په پای کې اسوشیتد پرس ته وویل: "وضعیت اوس هم خراب دی او خلک لا هم وږې دي. که اوربند له منځه ځي، نو قحطي به بیا راستنه شي."
د امریکا د فوټبال د اتلولۍ د لیدلو لپاره نیو اورلیانز ته د سفر پر مهال، ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د حماس لخوا د ازادو شویو او کمزورو شویو یرغمل کسانو د لیدلو وروسته یې د روان وضعیت په اړه حوصله له لاسه ورکړې ده.
ټرمپ وویل: "ما هغه یرغمل ولیدل چې نن خوشې شول. دوی کمزوري شوي وو او د هولوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو په څېر ښکاره کېدل. نه پوهیږم چې موږ څومره نور وخت دا حالت زغملی شو."
هغه د امریکا لخوا د غزې د واک اخیستلو او په نورو هېوادونو کې د فلسطینیانو د ځای پر ځای کولو ژمنه بیا تکرار کړه.
ټرمپ وویل: "زه د غزې پیرودلو او ملکیت ترلاسه کولو ته ژمن یم. تر هغه ځایه چې [د غزې] د بیا رغونې موضوع ده، موږ شاید دا چاره د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته وسپارو چې ځینې برخې یې ورغوي. دا کار به زموږ تر نظر لاندې نور خلک کوي. خو موږ ژمن یو د ملکیت ترلاسه کولو ته ژمن یو او ډاډ ترلاسه کوو چې حماس بیرته رانشي. هلته د بیرته ستنېدو دپاره څه ندي پاتې. نړېدلې سیمه ده چې باید هواره شي."
بل خوا، د اسرائیل ځواکونه د یکشبنې په ورځ، فبروري نهمه (سلواغې ۲۱) د غزې تړانګې له هغه سیمې څخه ووتل چې شمالي غزه له جنوب او مرکز څخه جلا کوي.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو روان اوربند په ترڅ کې د نیتزریم دهلیز په نوم سیمې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل مهم پرمختګ ګڼل کیږي.
په بکسونو او د اوبو په ذخیرو بار موټر په هغه سړک باندې د شمالي غزې په لور د تګ په حال کې لیدل کیږي چې له د اسرائیل د سرحد او مدیترانې د ساحل ترمنځ د نیتزریم دهلیز له شپږ کیلومتره اوږدې سیمې څخه تیریږي. د اوربند له مخې دا موټر به نه تالاشي کیږي او د سرک پر غاړو اسرائیلي ځواکونه نه لیدل کیږي.
د حماس وياند عبد اللطيف القانوع وويل، د اسرائیلي عسکرو وتلو وښودله چې حماس "دښمن دې ته اړ کړی چې زموږ غوښتنو ته غاړه کېږدي" او دا چې د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو "د بشپړ برياليتوب د ترلاسه کولو تصور" لمنځه لاړ.
اسرائیلي چارواکو دا نه ده څرګنده کړې چې څومره سرتیري وتلي او دا چې چیرې تللي دي. اسرائیلي سرتیري اوس مهال په غزه کې د اسرائیل او مصر سره د پولې په اوږدو کې پاتې دي او تمه کیږي چې د بشپړ وتلو په اړه یې د روان ۴۲ ورځني اوربند په وروستۍ مرحله کې خبرې اترې وشي چې د مارچ تر پیل پورې دوام کوي.
خو د اوربند د غځولو په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، چې ګمان کیږي د حماس له خوا د نورو یرغمل شویو او د اسرائیل په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون لامل شي.
نتنیاهو قطر ته یو پلاوی استولی دی. دغه هېواد د اسرائیل او حماس ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي. په استول شوي پلاوي کې د ټیټې کچې چارواکي شامل دي او تمه کیږي چې د اسرائیل صدراعظم به پدې اونۍ کې د کابینې د غړو غونډه جوړه کړي ترڅو د اوربند د دوهم پړاو په اړه بحث وکړي.
بل خوا د یکشنبې په ورځ، د فلسطیني ادارې د روغتیا وزارت وویل چې په شمالي غزه کې دوه میرمنې چې یوه یې د اتو میاشتو حامله وه، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیل د عسکرو په ډزو کې ووژل شوې. اسرائیلي پوځیانو په لویدیځه غاړه کې د اورپکو په ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
د اوربند د لومړیو شپږو اونیو په ترڅ کې، حماس د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو فلسطینیانو د ازادۍ او غزې ته د بشري مرستو د اجازې په بدل کې په تدریجي ډول هغه ۳۳ یرغمل خوشې کوي چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه یې په اسرائیل کې د خپل یو برید په ترڅ کې نیولي وو. د اوربند په تړون کې دا هم ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونه به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو او د نیتسریم دهلېز څخه وځي.
د اوربند په دوهم پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان د غزې څخه د اسرائیل د بشپړ وتلو او د "دوامدار ثبات" په بدل کې خوشې شي. خو جزئیات یې لا روښانه نه دي او په دې اړه خبرې دوام لري.
د اوربند تړون تېره اوونۍ هغه مهال نور هم جنجالي شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې، د جګړې په پای کې د غزې د ملکیت غوښتنه وکړه او وروسته یې اعلان وکړ چې اسرائیل به له جګړې وروسته د غزې تړانګه وروسپاري.
د حماس مشرتابه، او د امریکا متحده او مخالفو هېوادونو مشرانو د ټرمپ وړاندیز رد کړی که څه هم نتنیاهو دا وړاندیز د منځني ختیځ د سولې لپاره د پام وړ پرمختګ په توګه ستایلی دی. یو شمیر هیوادونو ویلي چې دوی د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ ته دوام ورکوي او ګاونډیو هیوادونو ته د فلسطینیانو د دایمي لیږدولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز مخالفت کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د یکشنبې په ورځ د این بي سي تلویزیون ته وویل چې ټرمپ "د بشرپالنې په بنا ددې خلکو د برخلیک په اړه پوښتنه کوي او په سیمه کې ټول وايي چې پر فلسطینیانو یې زړه سوځي. نو بیا که دا پلان مو خوښ ندی، باید له یو متبادل پلان سره د خبرو میز ته راشئ."
نتنیاهو د خپلو ښي اړخو سیاسي متحدینو تر سخت فشار لاندې دی چې له لومړۍ مرحلې وروسته د حماس د ماتولو لپاره بیا جګړه پیل کړي. نتنیاهو د هغو اسرائیلیانو له فشار سره هم مخ دی چې غواړي اوربند دوام وکړي او پاتې یرغمل عزیزان یې کور ته ستانه شي.
حماس د شنبې په ورځ درې یرغمل خوشې کړل او په بدل کې یې ۱۸۳ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو څخه خوشې شول. دا تیره میاشت د اوربند له پیل راهیسې د یرغملو او بندیانو د تبادلې پنځم پړاو و.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسرائیل باندې د حماس له برید څخه وروسته پیل شوه. په دغه برید کې، د اسرائیل د معلوماتو له مخې، ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیایی چارواکو په وینا، د اسرائیل په ځوابی بریدونو کې له ۴۷ زره څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیل وايي په وژل شویو کې ۱۷۰۰۰ وسله وال شامل دي.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.