واشنګټن: امریکا د پاکستان راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته تیاره ده

د پاکستان د انتخاباتو د رایو شمیرل

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ فبرورۍ ۹ (سلواغې ۲۰) وویل، دې ته له پام پرته چې کوم ګوند به د پاکستان ټاکنې وګټي، امریکا د دغه هېواد له راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تمه لري د سوداګرۍ او پانګونې له لارې د پاکستان د اقتصاد د ملاتړ لپاره خپله ملګرتیا پیاوړې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سوداګرۍ او پانګونې له لارې د پاکستان د اقتصاد د ملاتړ لیوال دي.

په اعلامیه کې راغلي: "متحده ایالات چې مونږ د پاکستان د دموکراتیکو ادارو د پیاوړي کیدو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. "

د دې اعلامیې له مخې، متحده ایالات غواړي د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د "امریکا او پاکستان د زرغون اتحاد په چوکاټ کې" په هغه هیواد کې د بیان د ازادۍ په ګډون د بشري حقونو اړوند مسلو په اړه اړیکې پیاوړې شي.

دغه وزارت همدا شان ویلي دي، "موږ د خپلو امنیتي همکاریو پیاوړي کولو او د یو داسې چاپیریال ایجادولو ته ژمن یو چې هغوی هغه سوله، ډموکراسي او پرمختګ چې وړ یې دي ترلاسه کړي."

په دغه اعلاميه کې د پاکستان عمومي ټولټاکنو ته په اشارې سره چې د فبرورۍ په اتمه ترسره شول، ويل شوي دي چې په ميليونونو پاکستاني اتباعو چې نارينه او ښځينه، مذهبي او قومي لږکي پکې شامل دي، د رايې ورکولو له لارې خپل غږونه منعکس کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان د ملي او نړیوالو څارونکو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړی، چې د دوی د ارزونې پر بنسټ د فبرورۍ د اتمې ټاکنې د بیان د ازادۍ او سوله ییزو غونډو په ګډون له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ وې.

په دې اعلامیه کې راغلي: "موږ تاوتریخوالی غندو، د بشري حقونو په عملي کولو، په بنسټیزو ازادیو، انټرنېټ ته لاسرسی او د ټاکنو اړوند مخابراتي خدمات باندې بندیزونه غندو."
له بلې خوا د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون ویلي چې هېواد یې د پاکستان د انتخاباتو په اړه "جدي اندېښنې" لري.

کامرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: "موږ متوجه یو چې د انتخاباتو د عادلانه توب او د پراخ نه ګډون په اړه جدي اندیښنې راپورته شوي دي. تاسف کوو چې ټولو ګوندونو په ټاکنیزو سیالیو کې په رسمي توګه اجازه ترلاسه نکړه."

د دغه لوړ پوړي بریتانوي دیپلومات په وینا، د فبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې له قانوني لارو کار واخیستل شو چې د ځینو سیاسي مشرانو د ګډون مخنیوی وشي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین پر مهال څو ځلې د انټرنټ او ټیلیفون خدمات بند او یا یې پرې کړي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې د تورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. اعلامیه وایي: "د مداخلې او درغلیو په اړه ادعاګانې باید په بشپړه توګه وپلټل شي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هیواد انتخابات له تاوتریخوالی سره مل وو، او د دغو تاوتریخوالو زیاتره برخه له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې رامنځته شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د ټاکنو پر مهال ۶۱ بریدونه شوي.

په وروستۍ امنیتي پېښه کې پولیسو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د جمعې په ورځ د پولیسو او د دغه ګوند د پلویانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د جمعې په ورځ فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) وویل چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم عمران خان ته وفادارو کاندیدانو چې په زندان کې دی، د پارلمان تر ۵۰ سلنې ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

د ټاکنو کمېسیون رسمي پایلې ښيي چې خپلواکو کاندیدانو چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا یې ملاتړ شوی ددې هېواد په پارلماني ټاکنو کې ۴۹ څوکۍ ګټلي دي. مسلم لیګ نواز ۴۲ څوکۍ او د پاکستان پیپلز ګوند ۳۴ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان پارلمان ۲۶۶ څوکۍ لري او د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د رسمي پایلو له مخې، عمران خان ته وفادارو نوماندانو په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي. خو په تېرو ټاکنو کې تحریک انصاف د پنجاب ایالت تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې.