د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلماني ټاکنې؛ د رایو شمېرل پیل شول


د پاکستان د ۲۴۱ میلیون نفوس څخه یې ۱۲۸ میلیون په ټاکنو کې د رایې اچوونې واجد شرایط ګڼل کېږي.
د پاکستان د ۲۴۱ میلیون نفوس څخه یې ۱۲۸ میلیون په ټاکنو کې د رایې اچوونې واجد شرایط ګڼل کېږي.

د پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکولو مرکزونه چې د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹مه) سهار اته بجې د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستل شول، د ماښام په پنځو بجو وتړل شول.

د پاکستان د ټول ټاکنو کمیسیون د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو لږ مخکې په یو لنډ بیان کې وویل: "هغه خلک چې د رایې ورکولو مرکزونو بهر په کتارونوکې ولاړ دي، هغوی ته به د رایې ورکولو فرصت ورکړل شي."

پدغه ورځ چې تمه کیده له تاوتریخوالي سره به مل وي، یو لړ امنیتي پیښې رامنځته شوې او لږترلږه اووه تنه ووژل شول. د پاکستان د پارلماني ټاکنو پدغه ورځ تر ټولوخونړۍ پېښه په دیره اسماعیل خان کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو ګزمې موټر باندې يو ځای پرځای شوی ماین وچاودید او په پيښه کې لږ تر لږه د پولیسو پنځه مامورین ووژل شول.

د پاکستان حکومت د ټول ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره څه باندې ۶۵۰ زره پوځ، پولیس او ملیشه ځواکونه ګمارلي وو. همدا راز د امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه، په ټول پاکستان کې مخابراتي خدمات بند شوي او له افغانستان او ایران سره د دغه هیواد پولې تړل شوې وو.

د ټول ټاکنو په ورځ د ټیلیفوني او انټرنیټي خدماتو بندیدل هغه ادعاوې پیاوړې کړې چې ګواکې د پاکستان مؤقت حکومت چې د دغه هیواد د پوځ ملاتړ لري، په ټولټاکنو کې د لاسوهنې لپاره هڅه کړې ده.

د پاکستان د ولسمشرۍ لپاره نوماند بلاول بهټو زرداري د ټاکنو په ورځ د مخابراتي خدماتو د بندېدو غندنه کړې او ويلي يې دي چې له دې امله به محکمې ته عارض شي.

له اسلام اباده خپلواک نوماند مصطفی نواز د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پېغام کې لیکلي: "د ټاکنو په ورځ د مخابراتي شبکو بندول د ټاکنو د درغلیو پیلامه ده. د نوماندانو لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د ټاکنو په ورځ له خپلو کارکوونکو سره اړیکې ونلري. پداسې یو حالت څنګه کیدلای شي چې بې نظمي وڅیړل شي؟"

د شنونکو په وینا، پاکستان په تیرو وختونو کې په داسې حال کې ټول ټاکنې ترسره کړې چې له ډیرو سختو او سترو امنیتي ننګونو سره مخامخ وې، خو د انټرنیټ او ټیلیفون خدمات نه و بند شوي.

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان تر ټولو مشهوره سیاسي څېره عمران خان له ټاکنو څنګ ته شوی، نوازشریف چې د پوځ له ملاتړه برخمن دی، تمه کېږي چې د څلورم ځل لپاره به د صدراعظم په توګه ټاکنې وګټي.

عمران خان په څلورو بېلابېلو قضیو کې د لاس لرلو په تور په ۳۴ کاله بند محکوم شوی او له همدې امله په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی. د تحریک انصاف پلویانو پر خان لګېدلي تورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې هغه ته د هېواد د ځواکمن پوځ پر ضد د وینا په خاطر سزا ورکړل شوې ده.

د ووډرو ویلسن څیړنیز مرکز د جنوبي اسیا مشر مایکل کوګلمن امریکا غږ ته وویل: "عمران خان د زنداني کیدو سره سره، د پاکستان په ټولټاکنو کې یو له مرکزي څیرو څخه دی او د هغو خپلواکو کاندیدانو دپاره یې پراخ بنسټ ساتلی چې د هغه د ګوند له خوا یې ملاتړ کیږي."

خو د دغه امریکايي څیړونکي په وینا، د پاکستان حکومت د ټیلیفوني او انټرنیټي خدماتو په بندولو سره د "درغلیو" لپاره زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان د ۲۴۱ میلیون نفوس څخه یې ۱۲۸ میلیون د رایې ورکولو وړ دي. په دغو ټاکنو کې د پاکستان ملي اسمبلۍ او ایالتي اسمبلیو څوکیو ته ۱۸۰۰۰ کسان کاندید دي.

د پاکستان له ټول ټاکنو یوه ورځ مخکې د ګلوپ څېړنیزې موسسې د یوې سروې پایلې خپرې کړې، چې د هغې د موندنو له مخې، له دوه پر درېیمې برخې زیات پاکستانیان د دغو ټاکنو پر شفافیت شک لري.

دې سروې ښودلې چې د پاکستان د حکومت له خوا د عمران خان پر تحریک انصاف ګوند فشار نه یواځې د خلکو غوسه پارولې، بلکې ټاکنو کې یې د ګډون په موخه د هغوی لیوالتیا هم پیکه کړې ده.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG