ملګري ملتونه: افغانستان کې ۶۷٪ کورنۍ د څښلو اوبو ته د لاس رسي هڅې کوي

ملگري ملتونه وايي چې د افغانستان په ښاري سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې له امله اوس مهال د تیرو کلنوپرتله د اوبو په برابرولو دوه ځلې زیاتې پیسې مصرفوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د اوبو د نړیوالۍ اونۍ د رسیدلو سره هممهاله په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د اړتیا د زیاتیدو په اړه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه هیواد کې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې "اوچا" د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸(وږي اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په کلیوالو سیمو کې کورنۍ په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو لپاره د اوبو په لټه کې مزل کوي.

اوچا ویلي: "په افغانستان کې د حرارت د درجې لوړیدلو سره د اوبو کمښت ستونزه لا پراخه شوې ده. ۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو په مبارزې بوختې دي (۲۰۲۱ کال کې د ۴۸ فیصدو څخه پورته شوی ده). کلیو کې کورنۍ په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو د اوبو د راوړلو لپاره مزل کوي او په ښاري سیمو کې کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو لپاره د تیرو کلنو پرتله دوه ځلې زیاتې پیسې مصرفوي".

هرکال په نړۍ کې د اګست د میاشتې وروستۍ اونۍ په نړیواله کچه د اوبو د اونۍ په توګه نمانځل کیږي.

اوبو ته لاس رسی په نړیواله ستونزه بدل شوی او د هرې ورځې په تیریدو دا ستونزه مخ په پراخیدو ده.

افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د سختو اغیزو لاندې دی. په دغه هیواد کې د اوږدې وچکالۍ په زرګونو کورنۍ د اوبو په لټه کې خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.

افغانستان کې د روانې اوږدې وچکالۍ له امله اوبو ته د لاس رسي ستونزې پراخیدو ته په کتنې د طالبانو د حکومت د کلیو د پراختیا وزارت ویلي چې په یو شمیر ولایتونو کې یې د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره بندونه جوړ کړي او لاهم په ځینو ولایتونو کې د باراني اوبو د ذخیره لپاره د بندونو د جوړولو کار روان دی.

ددغه وزارت د دفتر رئیس مولوي میرزا محمد اخوندزاده د شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي درېیم) کابل کې د رسنیو له لارې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د روان پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل چې په تېر یوه کال کې د هیواد په کچه، د یو میلیارد افغانیو په ټولیز ارزښت، د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژو د تطبیق پایله کې، یو میلیون ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوي اود اوبو رسولو د ۱۴۹ پروژو چارې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۶۴ زره او ۹۱۶ کسان د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

هغه وویل چې په تیر یو کال کې په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو او چکډمونو چارې بشپړې شوي دي.

سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه د یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.

ددغه راپور پر اساس که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپریدو په برخه کې ډیره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هیوادونو په ډله کې ځای لري.

په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګیریډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.

ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونو د تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبو منابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.

په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ناکافي اورښت او اوبو ته د تقاضا د زیاتیدو له امله د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټیدل، د کرهڼې او کورنۍ د مصرف لپاره اوبو ته د میلیونونو افغانانو لاس رسی په جدي ډول کموي. د هریرود، مرغاب، هلمند سیند او د کابل سیند ساحې د خطر لاندې ساحو کې شاملې دي

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۳۰ کال پورې به پرله پسې وچکالۍ (د نورمال حالت څخه د اورښت کمیدل) اوبو ته ناپایداره تقاضا او د هندوکش – هیمالیا د واورو اورښت کمبود به په افغانستان، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان کې اوبو ته د لاس رسي د کمیدو سبب شي.

په دې راپور کې منځنۍ اسیا کې د اوبو بحران ته په اشارې ویل شوي چې په افغانستان کې د کرهڼې او د اوبود بریښنا د پروژو تعقیب، خوراکي توکو ته ددغه هیواد د اتکا کمښت او بریښنا ته ددغه هیواد په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د سیندونو د اوبو د بهیدلوله اصلي بهیر څخه د اوبو د جریان اړول د ګاونډیانو سره چې اوبه وربهیږي ترینګلتیا لا پراخوي.