سیما بحوث طالبانو ته: افغانستان سره مرستې د ښځو فعالیتونو پورې مربوطې دي

.

د ملګروملتونود د ښځو د چارو مشرې سیما بحوث کابل کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې هغه ته ویلي، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ښځو د فعالیتونو پورې تړلې دي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن امینه محمد په مشرۍ د ملګروملتونو یو پلاوی ددې اونۍ په سر کې کابل ته سفر کړی ترڅو طالبانو حکومت ته د هغه څه په اړه چې د طالبانو له خوا د " جنسیت پر بنسټ تبعیض " یاد شوی خپلې اندیښنې وړاندې کړي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دوهم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي دفتر له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملګروملتونو دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۸) د ښاغلي حنفي سره کتلي دي.

په دې اعلامیه کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشرې میرمن سیما بحوث، له قوله ویل شوي: " افغانستان سره مرستې د ښځو د فعالیت او هغوی ته د کاري فرصتونو پورې تړاو لري. هغوی ته د کار کولو زمینې د افغاسنتان د فرهنګ او ارزښتونو په اساس دې ولټول شي".

د بلې خوا ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن امینه محمد په دې کتنه کې د ښځو او نجونو د زده کړواو کار د بندیزونو په اړه خپلې اندیښنې د رئیس الوزرا مرستیال سره شریکې کړي او له هغه یې غوښتي، چې په دغو پریکړو دې له سره کتنه وکړي.

میرمن امینه محمد وویل: " په مختلفو برخو کې د ښځو کار او فعالیت ته اړتیا ده، بنآ باید رامنځ ته شوي مسایل د خبرو له لارې حل شي... مونږ غواړو چې افغانستان ته د مرستو د زیاتیدو ترڅنګ دا هیواد د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی شي. د افغانستان راتلونکي ددې هیواد د نسل د روزنې او تعلیم پورې تړاو لري".

طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښځوونځي وتړل او هم یې په دولتي ادارو کې ښځې د کارکولو څخه منع کړې. ددې سربیره د تیر میلادي کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز ولګوه او هم یې په غیر دولتي موسسو کې ښځې د کار کولو څخه منع کړې.

ددې سربیره په تیرو څه باندې یو نیم کال کې یې په پرله پسې ډول طالبانو پر ښځومحدودیتونه لګولی، چې په کې پارک ته د تللو څخه د ښځو منع کول او د شرعي محرم پرته د سفر بندیز هم شامل دی.

ملا عبدلسلام حنفي د ملګروملتونو دغه پلاوي ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د روغتیا، پوهنې او امنیت ته پاملرنه کړې او داسلامي شریعت او افغاني عنعناتو سره سم ښځو حقونو ته درناوی کوي.

خو هغه ټینګار کړی" چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې د سیاسي مسئلو پورې ونه تړي، ځکه چې په دې کار سره ښځو ته زیان رسیږي او په دې برخه کې رامنځ ته شوي مسایل دې د خبرو او مفاهمې له لارې حل شي".

همدارنګه ملا حنفي په خپلو خبرو کې ویلي، چې ملګري ملتونه د نومونو د بندیزونو له لیست څخه د طالبانو د مشرانو نومونو د ایستلو، د طالبانو حکومت د رسمیت وپیژلو او په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته په سپارلو کې همکاري او پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی یې په سر کې دی.

د ملګروملتونو دغه پلاوي تیره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم په ورته مسلو خبرې کړې وې.