اسرائیل: د ملګرو ملتونو پلاوی د حماس اورپکو د جنسي تیریو په اړه د ادعاو پلټنه کوي

په اسرائیل کې د اکتوبر په اوومه د حماس په برید کې د وژل شویو کسانو یاد.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو یو پلاوی د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) اسرائیل ته ورسید چې د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په ترڅ کې د اورپکو له خوا د جنسي تیريو د ادعاو په اړه جزئیات راټول کړي.

په بحرانونو کې د جنسي تیريو په برخه کې د ملګرو ملتونو د استازې پرامیلا پاټین په مشرۍ پلاوي نن اسرائیل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ له یو شمېر کسانو سره خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: "پاټین ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا بلنه ورکړل شوې وه ترڅو په خپلواکه توګه د ترسره شویو ظلمونو تاثر ترلاسه کړي او د حماس جنایتونو ته د نړۍ د چارواکو پام واړوي."

وزارت وویل، پاټین به د خپل سفر په ترڅ کې د حماس د برید له قربانیانو، عیني شاهدانو او د امنیتي ځواکونو له استازو سره وګوري ترڅو د برید پر مهال د ښځو او نارینه وو پر وړاندې د جنسي تیري شواهد راټول کړي.

پاټین به جنوبي اسرائیل ته هم سفر وکړي چیرې چې د حماس د وسله والو په برید کې، د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل شول چې ډیری یې ملکي وګړي وو، او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

حماس د نومبر په میاشت کې شاوخوا ۱۰۰ یرغمل د اسرئیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد کړل.

ملګرو ملتونو د دې میاشتې په پیل کې اسرائیل ته د پاټین د سفر په اړه خبر ورکړی و. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې پاټین به د حماس له قید څخه د خوشې شویو یرغملوسره هم وګوري.

د اکتوبر د اوومې نیټې د برید په غبرګون کې، پر غزه باندې د سرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، تراوسه لږ تر لږه ۲۶۶۳۷ کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو.

اسرائیل په ملګرو ملتونو نیوکه کړې چې په اسرائیل کې د حماس د برید پرمهال د جنسي تیريو د قربانیانو قضیې ته یې عاجله پاملرنه نده کړې.

دوجاریک وویل د پاټین د سفر موخه "د ملاتړ څرګندولو لپاره د لارو چارو موندل" دي.

په اسرائیل کې د حماس د برید په ترڅ کې د جنسي تیريو ادعاوې ثبت شوي خو له برید څخه د ژوندي پاتې شویو او عیني شاهدانو لږوالي یې د تصدیق چاره ټکنۍ کړې ده.