ملګري ملتونه د دوشنبه فبروري ۲۴ (کب شپږ) په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره د متحده ایالاتو او اوکراین لخوا چمتو شویو دوو جلا پریکړه لیکونو ته رایه ورکوي.
تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله به لومړی د اوکراین پریکړه لیک ته رایه ورکړي چې اروپايي اتحادیې یې هم ملاتړ کړی او ورپسې به د متحده ایالاتو له خوا د چمتو شوي پریکړه لیک په اړه رایه اچونه وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په وروستیو کې د متحده ایالاتو د پریکړه لیک په اړه جلا رایه اچونه کوي.
متحده ایالات "د جګړې د چټک پای ته رسولو او د اوکراین او روسیې فدراسیون ترمنځ د تلپاتې سولې غوښتنه کوي."
د متحده ایالاتو د وړاندې شوې پرېکړه لیک په مسوده کې د روسیې لخوا په اوکراین باندې د یرغل یادونه نه ده شوې، چې د دوشنبې په ورځ یې درې کاله بشپړ شول.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ وویل چې دا پریکړه لیک به "تائید کړي چې دا جګړه ویروونکې ده او ملګري ملتونه کولی شي په پای ته رسولو کې یې مرسته وکړي، او سوله ممکنه ده."
روبیو په یو بیان کې وویل: "دا زموږ لپاره فرصت دی چې د سولې په لور ریښتینی حرکت رامنځته کړو."
د اوکراین په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د روسیې یرغل چې "د دریو کلونو راهیسې دوام لري، نه یوازې د اوکراین لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره هم ویجاړوونکې او اوږدمهاله پایلې لرلي دي."
په دغه پرېکړه لیک کې، "د تاوتریخوالي کمولو، د دښمنۍ د ژر پای ته رسولو او د اوکراین په وړاندې د جګړې د سوله ایز حل" غوښتنه شوې او په روان کال کې یې د پای ته رسیدو اړتیا په ګوته شوې ده.
د اوکراین په مسوده کې ویل شوي چې د عمومي اسامبلې لخوا تصویب شوي مخکیني پریکړه لیکونه باید په بشپړ ډول پلي شي، چې پکې دا غوښتنه هم شامله ده چې روسیه باید د اوکراین د نړیوالو پیژندل شویو پولو څخه ووځي.
د عمومي اسامبلې پریکړه لیکونو ته که څه هم څوک قانوني پابند ندي خو په نړیواله ټولنه کې په اخلاقي لحاظ وزن لري.
د امنیت په شورا کې د یو پریکړه لیک د تصویب لپاره په کار دي چې د ۱۵ غړو هېوادونو لږ تر لږه نهه یې ملاتړ وکړي، او دایمي غړي – بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او متحده ایالات – خپل د ویټو ځواک استعمال نکړي. تمه کیږي د متحده ایالاتو پرېکړه لیک به د دوشنبې په ورځ کافي ملاتړ ولري.
د مکرون او ټرمپ ملاقات
ملګري ملتونه په داسې حال کې د اوکراین په اړه پریکړه لیکونو ته رایه ورکوي چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو لپاره متحده ایالاتو ته راغلی او تمه کیږي چې د دوی په خبرو کې د اوکراین مسئله هم شامله وي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
مکرون تیره اونۍ وویل غواړي ټرمپ ته ووایي د متحده ایالاتو ولسمشر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مقابل کې "کمزوری نشي" کیدی.
ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر هم په روانه اونۍ کې د ورته خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي، او د مکرون په څیر د اوکراین د سولې د خبرو په لړ کې د اوکراین د خپلواکۍ په اړتیا ټینګار کړی.
د نړیوالو مشرانو یوه ډله د دوشنبې په ورځ له اوکراین څخه د ملاتړ څرګندولو په موخه کیف ته تللې ده. په دغه ډله کې د اروپایي کمیسیون مشره اروسولا وان دیرلاین، د اروپایي شورا مشر انتونیو کوستا، د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو، د ډنمارک صدراعظم میت فریدریکسن او د هسپانیې صدراعظم پیډرو سانچیز شامل دي.
وان دیرلاین په ایکس شبکه کې لیکلي: "موږ نن په کیف کې یوو، ځکه چې اوکراین اروپا ده. د بقا لپاره په روانه مبارزه کې، یوازې د اوکراین برخلیک نه بلکې د اورپا برخلیک په خطر کې دی."
بل خوا د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې، کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې تېره شپه یې ۲۳ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي. د ریازان والي پاول مالکوف وویل چې له هوا څخه ددغو بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د لوېدلو له امله په یو صنعتي شرکت کې اور لګیدلی دی.
د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیې تېره شپه په خپلو بریدونو کې ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې کارولي چې ۱۱۳ یې نسکورې شوي دي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.