د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر منځ د راتلونکې مخامخ غونډې لپاره تیاری روان دی.
د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف شنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د دولتي مطبوعاتو سره په مرکې کې د دې ملاقات د کره نېټې او ځای په هکله څه ونه ویل خو دومره یې ویلي چې ټاکل شوې دواړه مشران یوازې د اوکراین جګړې په اړه نه، بلکې په نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
سره له دې چې د ۲۰۲۲ کال راهسیې چې روسیي په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د متحده ایالاتو په ګډون لویدیځو هیوادونو مسکو او په ځانګړې توګه جمهور رئیس پوتین منزوي کړی خو د ټرمپ په راتګ سره ښکاري چې د واشنګټن او مسکو اړیکې مخ په ښه کیدو دي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال زیاته کړه، " پوښتنه زمونږ د هیوادونو ( روسیې او امریکا) تر منځ د اړیکو عادي کیدو په لور خوځېدل دي او د ډیرو خطرناکو حالاتو لپاره د حل لارو لټول دي چې یوه یې اوکراین ده."
سره له دې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ ویلي و چې ښایي ډیر ژر د خپل روسي سیال سره وګوري خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي وویل چې د ملاقات په هکله تیاری لا په لومړنیو پړاوونو کې دی او دا چې دا غونډه وشي، "تر ټولو شدید چمتوالي" ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې د متحدو ایالتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۸ په ریاض کې خبرې وکړلې او توافق یې وکړ چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره مذاکره کوونکې ډلې معرفي کړي.
خو ریابکوف وویل چې ټاکل شوې د روسې او امریکا استازي په همدې راتلونکو دوو اوونیو کې یو ځل بیا سره وګوري چې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د ملاقات لپاره شرایط برابر کاندي.
واشنګټن داسې مهال په کیف کې د جګړې پای ته رسولو په هکله د روسیې سره خبرې کوي چې ها خوا د اوکراین چارواکي شکایت کولي ولې د خبرو څخه د باندې ساتل شویدي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي انتقاد کړی و چې ولې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ملاقات کې کیف ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
سره لدې چې ټرمپ د زیلینسکي دې څرګندونو څخه وروسته هغه ته د "دیکتاتور" خطاب وکړ خو تیره ورځ یې بیا وویل چې پوتین او زیلینسکي باید په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره سره جوړ راشي.
جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "جمهور رئیس پوتین او جمهور رئیس زیلینسکي باید جوړ راشي ځکه تاسو پوهیږئ مونږ غواړو چې د میلیونونو کسانو مړینه بنده کړو".
دا تازه انکشافات داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د بریتانیا او فرانسې مشران راتلونکې اونۍ په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس ټرمپ سره وګوري. ټرمپ ایمانیول مکرون او کییر سټارمر تورن کړي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې ډیر څه نه دي کړي.
د فرانسې مشر ویلي چې د امریکا جمهور رئیس ته به ووایي چې د پوتین سره په خبرو کې باید قوي اوسي.
بل پلو بیا د بریتانیا صدراعظم د شنبې په ورځ د اوکراین د جمهور رئیس سره خبرې کړي او یو ځل بیا یې د دې هیواد سره د ټینګ ملاتړ ژمنه کړې. د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې بریتانیا په اوکراین کې د "عادلانه سولې او د روسیې غیر قانوني جګړې" پای ته رسیدو لپاره د اوکراین سره ولاړه ده.
فورم \ دبحث خونه