امریکا استخباراتو د افغانستان او اوکراین د حکومتونو دوام په اړه خپل ناسم قضاوت تائید کړ 

د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جنرال سکاټ بریر

د متحدو ایالتونو جګپوړو استخباراتي چارواکو د سه شنبې په ورځ مې لسمه (غوایي ۲۰) د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې په افغانستان او اوکراین کې د حکومتونو د دوام په اړه په خپل ناسم قضاوت اقرار وکړ.

د امریکا د سنا مجلس غړو له دغو چارواکو څخه په افغانستان او اوکراین کې د دولتونو د دوام او نه دوام په اړه د هغوی د ناسم قضاوت په اړه پوښتنې وکړې.

له دغو چارواکو څخه همدارنګه په دې اړه هم پوښتنې وشوې چې آیا هغوی داسې اصلاحاتو ته ضرورت لري‌ چې څنګه استخباراتي ادارې د جګړې د کولو لپاره د یو بهرني پوځ وړتیا وارزوي.

د امریکا استخبارات په دې باور وو چې د امریکا له ملاتړ څخه د افغانستان برخمن حکومت کولی شوای د میاشتو لپاره د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د روسیې پوځ به د اوکراین حکومت په اوونیو کې ړنګ کړي چې دواړه ارزونې غلطې ثابتې شوې.

اوس امریکا او غربي متحدین د روسیې په وړاندې د اوکراین د مقاومت په هدف له هغه هیواد سره په عاجله توګه مرستې کوي.

سناتور انګیس کینګ د امریکا د استخباراتي چارواکو رابلل شوې غوندې ته وویل:"هغه څه چې موږ له پامه غورځولي وو د اوکراینیانو د جګړې اراده وه ... او موږ همدارنګه دا په افغانستان کې هم له پامه غورځولې وو."

ښاغلي کینګ زیاته کړه، د هغه په باور د جګړې لپاره د ارادې ارزونه د ټانکونو او تسلیحاتو او یا هم نورو مواردو په پرتله ډیره ستونزمنه ده. خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې استخباراتي ادارې د نظامیانو روحیه او جنګي انګیزه په ژوره توګه و ارزوي او اړوندو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتي رئیسې اوریل هینس وویل چې د جګړې د ارادې او د جګړې د ظرفت اټکل په یو ځای ستونزمن وو.

میرمن هینس وویل چې د امریکا د ملي استخباراتو شورا چې مشاوران پکې دي د امریکا د استخباراتي اداراتو د فعالیت د دوام د څیړنې په هدف پر دې موضوع څیړنې کوي.

سناتور کینګ په دې غونډه کې وروسته له هغه خپل غږ اوچت کړ چې د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جنرال سکاټ بریر وویل د هغه په باور استخباراتي ادارو "غوره کار" کړی دی.

کینګ وویل:" جنرال، څنګه تاسې دا ویلی شي، کله چې موږ ته په روښانه وویل شول چې کیف به په دریو ورځو او ټول اوکراین به په دوو اوونیو کې سقوط وکړي؟"

د امریکا د سنا مجلس دغه غړي څرګنده کړه، له وړاندوینو وروسته داسې ویل کیدل چې د امریکا له وتلو وروسته به طالبان د شاوخوا یو کال لپاره پری نښودل شي چې د غرب له ملاتړ څخه برخمن حکومت ړنګ کړي خو د افغانستان جهموري حکومت "دوه اوونۍ دوام وکړ".

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې آن د کابل حکومت په رسمي ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې د پایته رسیدو مخکې د طالبانو له خوا ړنګ شو.

له دې کار وروسته د امریکا حکومت اړ شو چې له طالبانو سره خبري وکړي څو په زرګونه امریکایي اتباع او افغان همکاران تخلیه کړي، اما د ګڼې ګوڼې پر وخت د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د یو برید پرمهال ۱۳ امریکایي عسکر او کابو ۱۷۰ افغانان ووژل شول.