امریکا کې هغه کس اعدام شو چې ۲۵ کاله مخکې یې دوه کسان وژلي وو

د متحدو ایالتونو په میزوري ایالت کې چارواکو د سه شنبې په ورځ مې دریمه (غوایي ۱۳) هغه کس اعدام کړ چې کابو ۲۵ کاله مخکې د یوې ښځې او خاوند د وژلو له امله درې ځله په اعدام محکوم شوی وو.

د یاد ایالت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ۵۶ کلن کارمن ډک په سیمه ایز وخت د ماښام په ۶:۱۰ د زهري موادو د پیچکارۍ په مرسته له منځه یوړل شو.

د میزوري والي مایک پرسن په یوې بیانیې کې وویل: " نن ماښام عدالت تامین شو. د اصلاح دیپارتمنت د اعدام هغه حکم اجرا کړ چې د منصفه هیئت له خوا یې سپارښتنه او د محکمې له خوا ورکړل شوی و."

د یاد ایالت والي د دوشنبې په ورځ د یو شمیر فعالینو هغه غوښتنه رده کړه چې ډک ته یې د بښنې او همدارنګه د اعدام څخه په عمري قید د هغه د سزا د بدلولو غوښتنه کوله.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ډک د مدافع وکیلانو تمیز غوښتنه هم رد کړه او د نوموړي د اعدام د مخنیوي لپاره نورې قانوني لارې پرې نه ښودلې.

ډک پنځم کس دی چې د روان میلادي کال په جریان کې په متحدو ایالتونو کې اعدامیږي.

ډک په ۱۹۹۶ میلادي‌ کال کې سنټ لوئس ښار ته نږدې د پاخه عمر یو خاوند او میرمن جیمز او زیلاما لانګ وژلي وو. هغه تل په خپل جرم اعتراف کاوه.

ډک په ۲۰۰۸ کال کې د درېیم ځل لپاره د محکمې له خوا په مرګ محکوم شو، خو یو قاضي په ۲۰۱۷ کال کې ددې حکم مخه ونیوله او ویې ویل چې ټول موجود شواهد منصفه هیئت ته ښکاره شوي نه وو.

خو یوې استناف محکمې په ۲۰۲۰ کال کې دا حکم بیرته د اجرا وړ وباله او وروسته بیا د امریکا سترې محکمې هم ملاتړ ورڅخه وکړ.