امریکا: د پزشکیان په راتګ سره ایران کې د پالیسۍ د بدلون هیله نشته

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي په ایران کې د نوي جمهور رئیس په راتګ سره د دې هیواد په پالیسۍ کې د بدلون هیله نلري او د خبرو اترو بیا پیل کیدو فرصتونه یې هم بې ارزښته وبلل.

د وزارت ویاند میتیو میلر دوشنبه جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) په خبري کنفرانس کې وویل متحده ایالاتو توقع نلري چې په ایران کې دا انتخابات به په ایران کې د پالیسو یا مسیر بدلون سبب شي.

ښاغلي میلر وویل د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د هغه هیواد په چارو کې د ورستۍ پریکړې کولو واک لري او هغه د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب وروسته د امریکا سره دښمني پالي.

د وزارت ویاند زیاته کړه، " ښکاره ده ، که نوی جمهور رئیس د ایران اتومي پروګرام مهارولو لپاره د اقداماتو کولو واک ولري، د ترهګرۍ سره مالي ملاتړ بند کړي او په سیمې کې بې ثباته کوونکي کړنې بندې کړي، د دې اقداماتو هرکلی به وشي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې امریکا د ایران د نوي جمهور رئیس څخه ډیره توقع نلري او ښایي وضعیت په همدې شکل ادامه پیدا کړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا متحده ایالات به د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان په واکمنۍ کې د هغه هیواد سره دیپلوماسي د سره پیل کړي او که نه وویل، " مونږ تل ویلي چې د ایران اتومي پروګرام ته د موثرې او ثابتې حل لارې پیدا کولو لپاره دیپلوماسي تر ټولو ګټوره لار ده".

خو بل پلو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربې د عینې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې متحده ایالات د ایران سره د اتومي خبرو بیا پیل کیدو ته چمتو ندی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د ایران په کړو وړو کې د بدلون تمه نلري.
پزشکیان د ایران د عامې روغتیا پخوانی وزیر دی. هغه د غربي هیوادونو سره د ایران نږدې کیدل، په هیواد کې د ټیکري په سر کولو سخت قانون کې نرمښت او د ځواکمنو هیوادونو سره د اټومي تړون بیرته ژوندي کیدل غواړي او د خپلو پلویانو څخه یې د ملاتړ غوښتنه کړې.

خو ډیر شمیر ایرانیان شک لري چې دا ۶۹ کلن د زړه ډاکټر به ونه وکړای شي خپلې ژمنې چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت یې د ولس سره کړي دي، پر ځای کړي ځکه چې په دولتي چارو کې د پریکړو اصلي سرچینه مذهبي مشر خامنه اي دی چې چار چاپیره یې سخت دریځو نیولی.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اتومي تړون پدې هدف لاسلیک کړی و چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیتونه محدودوي.

خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه لدې تړون ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول. ایران بیا د امریکا دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کول څو چنده ډیر کړل.

د امریکا برحال جمهور رئیس جو بایډن د واک اخیستو په لومړیو شپو کې هیله درلوده چې د ایران سره اتومي تړون کې بیرته ور ګډ شي او د ایراني استازو سره یې په غیر مستقیمه توګه د اروپایي هیوادونو منځګړو له لارې خبرې کولې.

خو داې خبرې ځکه بې نتیجې شوې چې معلومه نشوه متحده ایالات به په ایران تر کومه حده بندیزونه لیرې کړي.