ټرمپ پر ایران د برید امر بېرته واخیست

امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې د ایران پر ځینو پوځي تاسیساتو د بریدونو امر وکړ، خو وروسته بېرته پېښمانه شو.

اسوشټېډ پرس خبري اژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یو شمېر چارواکو په حواله ویلي، چې ټاکل شوې وه دغه بریدونه نن جمعه تر سره شوي وای، خو ښاغلی ټرمپ پرون پنجشنبه د «غبرګولې پر۳۰مه» له یادو بریدونو څخه بېرته تېر شو.

تر دامهاله خپله سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن جمعه د «غبرګولې پر ۳۱مه» په خپل راپور د ځینو امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې ټاکل شوې وه په دغه بریدونو کې د ایران د رادار سیستم او شمېر نور پوځي تاسیسات سهار وختي په نښه شوی وای.

پرون پنجشنبه ایراني پوځيانو یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه وویشتل، چې له امله یې د یادو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ نور هم جدي شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې یاد ایران په دغه کار سره لویه تېر وتنه کړې ده.

پرون پنجشنبه د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې هم په یوه بېړني امر کې په هرمز تنګي او عمان خلیج کې د ایران پر فضايي حریم د امریکايي مسافر وړونکو طیارو د نه تېرېدو امر کړی دی.

د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي چې تېره ورځ یوه امریکايي مسافر وړونکې الوتکه د پېښې ځای ته په ۸۰ کېلومترۍ کې تېرېدله.

تر یادې پېښې څو ساعته وروسته د امریکا یوه هوايي شرکت په نیوجرسي کې د نیویارک نړیوال هوايي ډګر او د هند د ممبي ترمنځ هغه پروازونه چې په یاده سیمه کې د ایران له فضا څخه تېرېدل وځنډول.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی مجید تخت روانچي وايي، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ګوترش ته یې په یو لیک کې ویلي چې هېواد یې جنګ نه غواړي، خو د هر ډول تېري دفاع ته چمتو دی.

د ایراني تسنیم رسنۍ د راپور له‌مخې نوموړي ویلي، ایران د خپل امنیت په خاطر دغه امریکايي الوتکه را نسکوره کړې ده، هغه زیاته کړې:"موږ جنګ نه غواړو، خو دا هم نه غواړو، چې د خپل هر ډول هوايي، ځمکني او سندونو پر حریم د تېرې په وړاندې بې تفاوته پاتې شو."

تېره ورځ د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین هم ویلي چې د ایران په وړاندې د امریکا حمله به بدې پایلې ولري.