د متحده ایالاتو د کانګرس سنا مجلس د جمعې په ورځ، جنوري ۲۴ (سلواغې پنځم) د امریکا د پوځ یو پخوانی افسر او د فاکس خبري شبکې د یوې خپرونې مجري پیټ هګست د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه تائيد کړ.
درېیو جمهوري غوښتونکو سناتورانو هګست ته مخالفې رایې ورکړې چې پایله یې ۵۰ – ۵۰ مساوي کړه خو د ولسمشر مرستیال جیمز ډیویډ ونس د سنا مجلس د رئيس په توګه خپله ټاکونکې رایه په صندوق واچوله. دا د امریکا په تاریخ کې دویم ځل دی چې د ولسمشر یو مرستیال د کابینې د یو وزیر د ټاکلو لپاره رایه ورکوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت څوکۍ ته د هګست د نوماندۍ پر مهال وویل چې هغه یو هوښیار او پوه شخص دی چې په پرینسټون او هاروارډ پوهنتونونو کې یې زدهکړې کړې دي او ټول عمر یې د دې هېواد او د پوځیانو لپاره مبارزه کړې ده.
هګست ۴۴ کاله عمر لري چې د متحده ایالاتو د پوځ د ملي ګارد د افسر په توګه یې دنده ترسره کړې ده او تر دې وروستیو پورې یې د فاکس په خبري شبکه کې کار کوه.
د هګست ملاتړي په افغانستان او عراق کې د نوموړي خدمت ته په اشارې وايي چې دی به د نورو تجربه لرونکو چارواکو په پرتله په سمه توګه د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اداره کړي.
سناتورانو د هګست د تائيدولو په بهیر کې د یوې داسې ادارې د رهبرۍ لپاره چې درې میلیونه پرسونل لري د تجربې نه درلودلو مسله له پامه وغورځوله او په یوې غیر انتفاعي ادارې کې د کار پر مهال په مالي مدیریت کې د ستونزو، له حده زیات د الکولي مشروباتو د څکلو او په کالیفورنیا کې پر یوې ښځې باندې د جنسي تیري تورونو سربېره یې هغه ته د تائيد رایه ورکړه.
هګست تېره اونۍ د تائيدۍ په یوې غونډه کې پر هغه د لګول شویو تورونو او انتقادونو په اړه وویل چې په وړاندې یې د "بدنامۍ یو هماهنګ شوی کمپاین" ترسره کېږي او زیاته یې کړه "چې نوموړی یو کامل شخص نه دی."
ټرمپ چې له هګست څخه ملاتړ کوي د جمعې په ورځ یې خبریالانو ته وویل: "پیټ یو ډېر ډېر ښه سړی دی."