امیري: د طالبانو توپیري فرمانونه پخپله د هغوی د ماتې سبب کیږي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د په نښه کولو لپاره د طالبانو بنسټیزې هڅې د "جنسي ځورونې" په معنی دي.

امیري د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې سره د هیل ورځپاڼې ته ویلي: "د طالبانو تبعیضي او نه ستړي کیدونکي فرمانونه بې ساري دي."

دغه افغانې-امریکایي دپلوماتې وویل: "[د طالبانو] دغه افراطي سیاستونه د هغوی د خپلې ماتې لامل کیږي او دا نظر پیاوړی کوي چې طالبان هماغه تګلاره تعقیبوي چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د دوی د انزوا لامل شوې وه."

امیري ویلي، متحده ایالات به "د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره" له هرې ممکنې لارې کار واخلي. هغې ویلي دي، چې واشنګټن به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي چې طالبانو ته دا روښانه کړي چې "له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هر ډول پرمختګ د دې ډول افراطي سیاستونو د پای ته رسولو او په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ پرمختګ پورې تړلي دي."

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۱ (اسد ۳۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ او اوس دغه قانون په ټول هیواد کې نافذ دی.

د طالبانو په وینا، دا قانون د "ادابو او احتساب اصول" سره تړاو لري او موخه یې "د منکراتو منع کول او د ګناه څخه ډډه کول" دي. په دې قانون کې د دې قانون نه سرغړونکو ته د سزا ورکولو طریقې هم ټاکل شوې دي.

د دغه قانون له مخې د ښځې غږ «عورت» کڼل کیږي او منع شوی دی او ښځې اړ دي چې له کوره بهر خپل مخ پټ کړي. په دغه قانون کې راغلي چې ښځې حق نه لري چې په عام محضر کې سندرې ووايي او یا تلاوت وکړي او غږ یې باید د کور له دیوالونو بهر لاړ نه شي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کول د ښځو د حقونو د مدافعینو له پراخو نړیوالو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوي دي.
په وروستي غبرګون کې، د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ویلي چې دا قانون په مؤثره توګه ښځې له عامه ژوند څخه لرې کوي او د طالبانو اخلاقي پولیسو (محتسبانو) ته پراخ اجرایوي واکونه ورکوي. د ملګرو ملتونو دغه سازمان د دغه قانون د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، د بخښنې نړیوال سازمان او د نړۍ یو شمېر هېوادونو د طالبانو پر دغه قانون نیوکې کړې دي او هغه د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

خو طالبانو ویلي دي چې د دغه قانون د پلي کیدو په اړه باید هیڅ ډول اندیښنه ونلري، ځکه چې د دې ډلې په وینا د هیچا لپاره هیڅ ډول بندیزونه نشته او پء هیچا "ظلم او ستم" نه کیږي.

د طالبانو د حکومت وياند، بيح الله مجاهد ویلي که کوم غير مسلمان د دغو قوانينو په اړه انديښنه څرګندوي او يا يرې نیوکه کوي، بايد لومړی په اسلامي احکامو ځان خبر کړي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.