په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو سفارت د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغه۲۴) امریکایي اتباعو ته لارښونه کړې چې د ترهګرۍ د احتمالي خطرونو له کبله له مشهور «فیصل جومات» څخه لېرې واوسي.
د متحدو ایالتونو سفارت له هغه وروسته دا خبرداری خپور کړ، چې په روانې اونۍ کې په ټولنیزو رسنیوکې یوه ویدو خپره شوه چې په کې د اورپکو یو فعال/عامل په دغه جومات کې لیدل کېږي. دا جومات د سیلانیانو د لیدو وړ ځای بلل کېږي.
په دغې ویدیو کې یو کس ښودل کېږي، چې په لاس یوه جوړه شوې تبلیغاتي پاڼه، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ (ټي ټي پي) بیرغ پرې رسم دی، څرګندوي. ملګري ملتونه دا ډله د نړیوال ترهګریز سازمان په توګه پېژني.
دا ویدیو د دوشنبې په ورځ پاکستاني طالبانو ته په منسوبو ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې وه.
په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو سفارت تر امرثاني پورې خپل کارکوونکي «فیصل جومات» ته له ورتګ څخه منع کړي دي.
د سفارت په بیانیې کې د متحدو ایالتونو له اتباعو څخه غوښتل شوي چې له دغې سیمې څخه لېرې وګرځي او ویل شوي چې «د پاکستاني طالبانو غورځنګ اورپکو د فیصل جومات په ضد ګواښونه خپاره» کړي دي.
دا خبرداری په هغه ورځ خپور شوی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اسلام ته ورسېده.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ معمولآ د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي، چې دغو بریدونو کې یې سلګونه وژل شوي دي.
اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او تنظیموي او د پاکستان حکومت له افغان طالبانو څخه غواړي چې پاکستاني طالبان مهار کړي.
د افغان طالبانو حکومت، چې هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني، د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او هر بل نړیوال ترهګریز سازمان د موجودیت خبره ردوي. د افغان طالبانو حکومت وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
خو منتقدین د افغان طالبانو دا خبره نه مني او هغو دوامداره بریدونو ته اشاره کوي، چې د اکثریت مسئولیت یې د داعش-خراسان ډلې منلی. د داعش-خراسان په بریدونو کې د طالبانو د مشرانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي.
دا بریدونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د داعش-خراسان بریدونه زیات شوي. د دوشنبې په ورځ له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې مسئولینو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د داعش څانګې «خطرناکې» دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف وویل: «داعش-خراسان په افغانستان، سیمې او له سیمې د باندې یو مهم ګواښ دی.»
د سه شنبې په ورځ د افغانستان د کندز په ښار کې، د کابل بانک مخې ته یو ځانمرګی برید وشو، چې د افغان طالبانو په وینا پنځه تنه په کې ووژل شول او اوه تنه یې ژوبل کړل. راپورونه وايي چې د دغه برید اکثریت قربانیان طالبان دي. د داعش-خراسان ډلې د دغه برید مسئولیت ومانه.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په دغه هېواد کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې منلی دی. د دوی په بریدونو کې د ځینو طالب مشرانو په ګډون یو شمېر شیعه افغانان هم په نښه شوی دي. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې ده.