د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان د استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلې او ویلي دي چې افغانستان کې د امنیتي پیښو اکثره عاملان د پاکستان له خاورې دغه هیواد ته داخل شوي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په ګډون تروریستي ډلې ځپل شوي او طالبانو په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پټنځایونه له منځه وړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم (سلواغې ۲۲) نړۍ ته د افغانستان، عراق او سوریې څخه د داعش د ګواښونو د ارزولو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې اوس مهال په افغاسنتان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) " جلب او جذب او د دغې ډلې فعالیتونو ته د اسانتیاو د برابرولو بهیر دوام لري.
هغه د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس وویل چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او دا ډله په پاکستان کې وسله وال نه استخداموي. هغه وویل چې ډیرې تروریستي ډلې په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د منیر اکرم دا ادعاوې ردې کړي او هغه یې بې بنسټه تورونه بللي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "نړیوالې ټولنې ته ډاډ څرگندوو، چې په افغانستان کې د داعش او يا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له راتلو وروسته په بشپړه توگه له منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی".
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې ویلي چې اکثره دغه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي او عاملان یې د " ډیورنډ کرښې له پورې غاړې" رااوښتي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې غوندې ته د منیر اکرم د څرګندونو سربیره ددغې شورا ځینو نورو چارواکو هم په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) ډلې وسله وال نه یوازې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښونه راولاړوي.
ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ولادمیر ورونکوف په غونډې کې وویل چې داعش – خراسان نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې او د سیمې څخه د باندې هیوادونو لپاره مهم ګواښ دی او زیاته یې کړه چې ددې ډلې ملاتړو په اروپایي هیوادونو کې هم د بریدونو پلان درلود او په عملي توګه د مرکزي آسیا په هیوادونو کې افراد استخداموي.
ښاغلي ورونکوف زیاته کړه، "داسې راپورونه شته چې یو څو بهرني ترهګر وسله وال لا هم افغانستان ته روان دي". د ملګرو ملتونو دې چارواکي د ټولو غړیو هیوادونو څخه وغوښتل چې پرې نږدې افغانستان یو ځل بیا د "ترهګریزو فعالیتونو په ځالې" بدل شي.
په عین وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني د افغانستان په اړه د پاکستان په ګډون د یو شمیر هیوادونو په دریځ کې بدلون چې د هغه په وینا پر افغاسنتان باندې د طالبانو واک ته په بیا رسیدلو کې یې ونډه درلودله د پوښتنې وړ بللی دی.
د عارف رحماني د وینا له مخې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هغه ډله د داعش په ګډون تروریستانو ته پناه ورکولو باندې تورنه کړې، چې "دغه هیواد له ۴۰ کلنو څخه د زیاتې مودې لپاره طالبان او القاعدې ډلې تجهیز او تمویل کړي دي".
د ولسي جرګې دغه پخواني غړي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونو" په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته" په متناقصو شرایطو کې واقع شوي او ددې تمه هم لري چې طالبان نورو تروریستي ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنکړي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنيو سياستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له مخې بېثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي او یا هم هڅه کوي چي د طالبانو د حکومت او نړیوالو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي.
دغه وزارت ویلي چې په افغانستان کې له لسيزو جگړو وروسته د امنيت ټينگښت، د سياسي او اقتصادي پراختياوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نيول کېدای.
په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو د نشتون په اړه د طالبانو د ادعاو سره سره په دغه هیواد کې داعش د اکثره بریدونو مسوولیت چې په کې د شیعه اقلیت مذهبي ډلې پیروان په ځانګړي ډول هزاره ګان په نښه شوي په غاړه اخیستی دی.
دغې دلې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د ځانمرګي برید مسوولیت هم په غاړه اخسیتی وو. په دغه برید کې د خلیل الرحمان حقاني سربیره د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت یو شمیر کارکوونکي هم مړه او ټپیان شوي وو.
همدا تیره ورځ د کندز په ولایت کې د کابل بانک یوې څانګې مخ ته یو ځانمرګي برید ترسره شو، چې د طالبانو د امنیتي چارواکو د وینا پراساس په کې پنځه تنه مړه او اوه نور ټپیان شوي دي. ددغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
فورم \ دبحث خونه