امریکا ترکیې ته په سوریه کې د نویو نظامي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړ

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي دریمه) ترکیې ته د سوریې په شمال کې د نویو نظامي عملیاتو‌ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ناټو ددې غړي هیواد په دې کار سره به امریکایي عسکر له خطر سره مخامخ شي.

له دې یوه ورځ مخکې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل چې هیواد به یې ډېر ژر د سوریې په شمال کې خپلې پولې ته څیرمه د ۳۰ کیلومترو امنیتي زون د رامنځ ته کیدو په هدف نوې نظامي عملیات پیل کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل: "موږ د سوریې په شمال کې د احتمالي نظامي فعالیتونو د زیاتیدو په اړه په راپورونو او بحثونو ژوره اندیښنه لرو، په خاص ډول دا پر ملکي خلکو تاثیر کوي."

ښاغلي پرایس زیاته کړه چې امریکا د تاوتریخوالي هر ډول زیاتیدل غندي او د اوسني اوربند د پاتې کیدو ملاتړ کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، توقع لري چې انقره د سوریې په شمال کې د نظامي عملیاتو د دریدو په ګډون د ۲۰۱۹ کال د نومبر په مشترکې بیانه ودریږي

ښاغلي پرایس وویل: "موږ د ترکیې په جنوبي سرحد کې د ترکیې مشروع امنیتي اندیښنې درک کوو. خو هر ډول نوي عملیات به سیمه ایز ثبات کمزوری کړي او د داعش په وړاندې ائتلافي کمپاین کې به امریکایي ځواکونه له خطر سره مخ کړي."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي چې د جګړه ځپلي سوریې لپاره لومړیتوب باید سیاسي حل لاره او بشري مرستې وي.

دوجاریک خبریالانو ته وویل:"موږ د سوریې د ځمکنۍ بشپرتیا ملاتړ کوو، او هغه څه چې د سوریې پکار دي له څلورو اړخونو څخه نظامي عملیات ندي."

ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په سوریه کې درې نظامي علمیات کړي دي. ددغو عملیاتونو هدف د سوریې د کردي جنګیالیو ځپل دي کوم چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په وړاندې یې د امریکا په مشرۍ کمپاین سره مرسته کړېده.

ترکیه YPG یا په اصطلاح د خلکو د ساتنې قطعات "ترهګر" بولي کوم چې په کور دننه د بیلتون غوښتونکي ګوند PKK برخه یې بولي.

په ترکیه کې د كردستان د کارګر كوند یو بیلتون غوښتونکی ګوند دی چې د څو لیسزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله واله جګړه کوي.