د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې "یو ایس ایډ" ویلي چې افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو د هڅو په لړ کې په پام کې لري چې تر ۲۰۰ پورې بزګرانو ته د اقلیم بدلون اړوند مسلو په اړه روزنه ورکړي.
یو ایس ايد د جمعې په ورځ نومبر۲۲ (قوس دوېیم) د ایکس په پاڼه لیکلي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه تر ټولو ډیر زیانمننونکی هیواد دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې ویلي: "افغانستان د اقلیم بدلون له امله د ترټولو زیانمنونکو هیوادونو له جملې څخه دی. USAID به ډیر ژر د ۲۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیم بدلون روزنه ورکړي چې په کې د فصلونو تنوع، د اوبو ساتنه، د خاورې روغتیا، او داسې نور چارو دوامداره میتودونه شامل دي ترڅو بزګران د اقلیم بدلون سره ځان برابر کړي".
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یو راپور له مخې پر افغانستان باندې په دې وروستیو کلنو کې د اقلیم د بدلون اغیزې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو، اوږدې وچکالۍ او د تودوخې د درجې د زیاتیدو په څیر راڅرګندې شوي چې ددغې ادارې په وینا ورسره د تودوخې درجه لوړه شوې او اوبو ته د خلکو د اړتیا هم ډیره شوې ده.
اوچا د نومبر۱۹ ( لړم ۲۹) د ایکس په پاڼه په یو خپور شوي راپور کې پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه زیږیدلي، اته عوامل یاد کړي او په بیړني ډول یې په دغه هیواد کې ددغو اغیزو د کمیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په داسې حال کې چې د اقلیم د بدلون په اغیزو کې د افغانستان ونډه د هیڅ په حساب ده دغه هیواد باندې یې اغیزې خورا زیاتې دي چې ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هم پوره چمتوالی نلري.
یو ایس ايد په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمیدو لپاره بزګرانو د روزنې دا پروګرام د پیلیدو لپاره دا تیاری په داسې حال کې نیولې چې د اذربایجان په پایتخت باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه چې د نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) پیل شوې پای ته رسیدلو ته نږدې شوې ده. دې غونډې ته د ملګرو ملتونو په بلنه د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې د ملې ادارې سرپرست رئیس مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی هم ورغلی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه کنفرانس کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې افغانستان سره د چاپیریال د ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې ددغو مرستو د بیرته پیلیدو لپاره هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو دوو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه ټولنه هڅه کوي د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان کنګل شوې بودجه آزاده کړي.
سره له دې چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله له جدي ستونزو لکه وچکالۍ، مرګوني سیلابونو او د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د طالبانو په واکمن کیدو سره د سیاسي ستونزو له امله دغه هیواد نه دی توانېدلی چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له بودجې څخه ګټه واخلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې د ادارې مشر ډیک ترینچارد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي: " په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه هیڅ شک نشته. تاسو کولای شئ د اقلیم د بدلون اغیزې د اغیزو پایلې پر چاپیریال په هر ځای کې وګورئ."
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره په پام کې لري چې په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال چاپېریال پروګرام ته څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره غواړي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د شنو ځمکو، ځنګلونو او د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروګرامونو د تمویل لپاره لس ملیونه ډالر ترلاسه کړي، پرته له دې چې دا پیسې مستقیما طالبانو ته په لاس ورشي.
په همدې ډول، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ( یو این ډي پي) د ۸.۹ میلیون ډالرو وړاندیز کړی ترڅو هغو کلیوالي ټولنو ته وده ورکړي چې د اقلیم د بدلون له امله یې معشیت سخت اغیزمن شوی. که دا بودیجه ومنل شي، د ملګرو ملتونو دغه اداره به د شل میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې بلې پروژې وړاندیز هم وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي سټیفن رودریکوز، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له ټولو هغو لویو ادارو سره په خبرو بوخت دی چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره پروګرامونه تمویلوي، تر څو افغانستان ته بیا سرچینې برابرې کړي. هغه دا هم وویل چې دا بودیجه به د طالبانو د حکومت له خوا مصرف نه شي.
افغانستان د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې وروسته چې په کې طالبانو بیا واک ترلاسه کړې د نړیوالې انزوا سره مخ دی او دغه هیواد سره د انکشافي پروګرامونو لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې مرستې نږدې د صفر کچې ته رسیدلي دي.
طالبان چې له دریو کلنو څخه د زیاتې مودې راهیسې پر افغانستان باندې واکمن شوي تراوسه یې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي، چې په کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونوبشري حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه هم شامل دي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټونه وايي چې د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې دا شرطونه نه دي عملي کړي، بلکې د روان کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کولو سره یې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې سړغړونې لا پراخه کړي دي.