د مارچ پر څلورمه (د کب ۱۴) د سه شنبې ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا په جنوبي ښار بنو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو پر یوې پوځي چاوڼۍ غبرګ ځانمرګي بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا پنځه عسکر او ۱۳ ولسي وګړي په کې ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
یوه اونۍ وړاندې د همدې ایالت د نوښار په اکوړه سیمه کې یوه ځانمرګي برید د طالب پلوه دینې مدرسې دارالعلوم حقانیه مشر مولانا حامد الحق په ګډون شپږ کسان ووژل او ۲۰ یې ژوبل کړل.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په یو ایالت بلوچستان کې هم د نا امنۍ پېښې کېږي.
د دغو پېښو د زیاتېدو لامل څه دی؟
په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ یو پخوانی جنرال او د امنیتي چارو شنونکی سید نذیر وايي، چې د ناامنۍ پېښې ځکه سېوا شوې دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې خپل عملیات پراخ کړي چې په غبرګون کې هغوی (ټي ټي پي) هم خپل انتقامي بریدونه کوي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، "موږ وکتل چې ټي ټي پي په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ادارو بریدونه وکړل او ځینې امنیتي چارواکې يې له ځانه سره هم بیولي دي نو دا وجه ده چې عملیات روان دي او داسې ښکاري چې دا پېښې به نورې هم سېوا کېږي. "
په پاکستان کې څلور ایالتونه دي چې تر ټولو زیات وګړي یې د پنجاب ایالت، بیا سند، ورپسې خیبر پښتونخوا او تر ټولو کم نفوس د بلوچستان ایالت دي. خو د ترهګرۍ د پېښو ډېری راپورونه له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه راځي.
په پېښور پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، پېښې ځکه دلته ډېرې دي چې په افغانستان کې د جهاد په نوم جنګ له خیبر پښتونخوا پیل شوی دی.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، "د پاکستان جنرالانو چې په افغانستان کې د جهاد په نوم د جګړې کولو کومه تګلاره پیل کړې وه نو نن هغه اور دلته په دې خاوره بلېدل شورو شوی دی."
پاکستان به خپله تګلاره بدلوي
داچې بیا بیا خیبر پښتونخوا د ترهګریزه بریدونو هدف ګرځي نو د دې د مخنیوي لپاره څه کول پکار دي؟
د عوامي نيشنل ګوند د کلتور څانګې مشر پروفيسر خادم حسین وايي، پاکستان دې خپله بهرنۍ او تجارتي تګلاره بدله کړي او بل د نړۍ زبرځواکونو په شخړه کې دې بې پرې پاتې شي ځکه چې د دې جنګونو تر ټولو زیات زیان خیبر پښتونخوا ته رسېږي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، "کله چې ریاست خپلې جوړې کړې شخصي ملېشې او ټوپکمارې ډلې ختمې کړې نو به موږ پوه شو چې رياست واقعي د پښتونخوا د امن لپاره خواهش مند دی ګنې نو دا ترهګري به نوره هم زیاتېږي. "
د راپورونو په اساس سږ کال د فبرورۍ په مياشت کې په پاکستان کې ٧٩ وسله وال، ترهګر بريدونه شوي چې تر ټولو زيات ٤٤ بريدونه په کې په چې ۷۶ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو وو.
تیره میاشت (فبرورۍ) په امنیتي پېښو کې ۸۱ پاکستاني امنیني منسوبین او ۴۵ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
دغه شمېرې د یکشنبې ورځ مارچ دویمه (کب ۱۲) یوې نادولتي ادارې د 'جګړې او امنیت پاکستانی څېړنیز انسټیتیوټ' خپرې کړې دي. دغه اداره هره میاشت د وسله والو بریدونو او د بریدونو په پایله کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکوي.
د راپور له مخې د دې پېښو مسولیت تحریک طالبان پاکستان، لښکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډلواو په بلوچستان کې د بریدونو مسولیت د بلوچستان خپلواکۍ پوځ (بي اېل اې) لېبرېشن ارمي او ځینو نورو ډلو منلی دی.
د پاکستان حکومت افغان طالبان تورنوي چې په خپلې خاورې کې پاکستاني طالبانو ته ځای او پناه ورکړې او له هغه ځای څخه هغوی په پاکستان کې بریدونه پلان کوي او تطبیقوي. خو افغان طالبان دا تور ردوي او واييچې هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل په ضد وکاروي.