د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دریو امنیتي پیښو کې د ملکي وګړو، سرتیرو او تندلارو په ګډون لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د پوځ پر یوې اډې په ځانمرګي برید کې د پنځو پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې پېښه کې ۱۶ وسله وال هم وژل شوي دي. د تحریک طالبان پاکستان اړوند جیش الفرسان، د برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې د دوی جنګیالیو "په لسګونو پاکستاني امنیتي پرسونل" وژلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې ځانمرګو بریدګرو د سه شنبې په ماښام په بنو کې د پوځي اډې له دروازې سره له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه ټکر کړل او بیا د وسله والو یوې بلې ډلې پر اډې برید وکړ او له پوځ سره یې نښته وکړه.
دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې ځايي اوسېدونکي د دې اډې ترڅنګ په يوه جومات کې د لمانځه په حال کې وو. چاودنه دومره زوروره وه چې د دغه جومات چت نړېدلی او ودانۍ یې سخت زیانمنه کړې ده.
له دې برید وروسته له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو په موخه پوځي عملیات پیل شول او د ځايي اوسېدونکو په وینا د چهارشنبې تر سهاره پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د بنو اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ په یو ورزشي لوبغالي کې د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کړل.
په یوه بله پېښه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په نال ښار کې یوې چاودنې درې کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو له دې وړاندې په بلوچستان کې د امنيتي پېښو پړه بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر غاړه اخيستې ده.
بلخوا د چارشنبې په ورځ د پېښور ښار په شاوخوا کې د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د استخباراتو یو افسر وژل شوی دی. پولیس وايي، بریدګر پر موټر سایکل سپوره و او له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
بنو د خېبرپښتونخوا صوبې یو له هغو ښارونو څخه دی چې افراطي ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان پکې فعالیت لري.
فورم \ دبحث خونه