په ننګرهار کې له څه د پاسه ۶۰۰ کروندګرو او باغدارانو ته د عصري وسایلو او ماشینونو د مرستې لړۍ پېل شوه، چې په شپږو جنګ ځپلو ولسوالیو کې به ووېشل شي.
په ننګرهار کې په نشه يي توکو روږدي په سلګونه کسان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول، مسئولین وايي په دغه ولایت کې د معتادینو ځانګړی ۱۵۰ بستریز روغتون د معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.
په ننګرهار کې د کانال اداره وايي د بې وزله مېرمنو لپاره یې په شپېته جریبه ځمکه کې د پنبې د کر زمینه برابره کړې ده چې دا مهال یې فصل حاصل ته رسېدلی دی.
په ننګرهار کې د کانال پر ځمکه ۱۰۰۰ شنې خونې جوړېږي چې بې موسمه سبزیجات بازار ته عرضه کړي، کروندګر وايي چې د دې شنو خونو له جوړېدو سره به له خپلې ځمکې ډېره ګټه ترلاسه کوي.
نن دوشنبه سهار شااوخوا لس بجې د لغمان والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی.
په ننګرهار کې د الویرا بوټي ازمایښتي کرل پیل شول، د کرنې مسئولین وايي د کوکنارو د بدیل لپاره به په ولسوالیو کې کروندګرو ته د دغه بوټو باغونه جوړ کړي چې بزګر له اقتصادي ستونزو خلاصی پیدا کړي.
د ننګرهار په ولایت کې چارواکي وايي د شنبې په ورځ اکتوبر درې (تلې۱۲) غرمه د غني خېلو ولسوالۍ د ودانۍ باندې یو موټر بم برید شوی، شاوخوا ۱۵ کسان پکې وژل شوي او ۴۰ نور زخمیان دي.
په نورستان کې چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونه لري کروندګرو ته یې د حاصل ټولولو لپاره عصري قیچي ګانې وویشل شوې، چې له دې سره به د ځنګلونو د زیانمنېدو مخه ونیول شي.
د لغمان د کرنې ریاست وايي په یو شمېر هغو سیمو کې یې کروندګرو ته باغونه جوړ کړي چې پخوا به یې کوکنار کرل.
د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د لغمان له مشلې کمرې څخه تر درونټې پر ۶۰۰ هکټاره دښتو د بېرو باغونه ابادیږي.
طالبانو تېره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه کړي چې په کې محلي پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي د ننګرهار په کانال ځمکه د خرما څلوېښت جریبه باغ د تېر کال په پرتله درې چنده حاصل ورکړی دی. د کانال رئیس عبد القهار حیدري وايي سږنی کال به په دغه ولایت کې په ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما لس زره بوټي کېنوي او دغو باغونو ته به پراختیا ورکړي.
د لغمان چارواکي وايي، د افغان پوځ هلیکوپټرو تېره شپه په الشینګ ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی او شل وسله وال طالبان یې وژلي.
په نورستان کې د کرنې مسئولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هغه تشویقي بودیجه نه ورکول کېږي، چې وړاندې به هغه ولایتونو ته ورکول کېده چې د کوکنارو کر په کې صفر شوی.
په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون مسئولین وايي په هره دوره کې د بسترونو د کمښت له امله ډېر معتادین منتظر پاتې کېږي.
۳۸ کلن نور علي چې له تېرو دوه نیمو لسیزو راهیسې په هیروینو معتاد دی وايي اته کاله مخکې یې د لږ وخت لپاره نشې پرېښودې او په همدغه کلونو کې یې واده وکړ خو وروسته یې بیا نشو ته مخه کړه.
د لغمان د معتادینو د درملنې شل بستریز روغتون کې هغه ځوان هم بستر دی چې په هند کې یې لوړې زده کړې کړي او دوه کاله یې له یوې نړیوالې ادارې سره دنده هم کړې ده.
په لغمان کې په نشه يي توکو یو اخته ځوان ځان ددې لپاره روغتون کې بستر کړی، که ښه شي نو کورنۍ به یې کوژدنه ورته وکړي.
په ننګرهار کې د نشه يي توکو معتادین وايي له یوې خوا په روغتون کې د ډېرو کسانو تداوي نه کېږي او له بلې خوا بې کاري د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې زیات شي.
د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو په بریدونو کې ۴ تنه نور پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي.
نور پورته کول