په کندز کې کروندګر شکایت کوي چې سږ کال د جوارو حاصلات د نباتي مرضونو او چینجیو له امله سخت زیان لیدلی دی.ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمدالله، چې په څلور جریبه ځمکه کې یې جوار کرلي دي، وايي چې د سږ کال حاصلات یې د تېر کال د حاصلاتو په نیمه هم نه دي پوره شوي او مصارف یې نه شي پوره کولای.
په بلخ کې یو شمېر کروندګر چې پخوا یې کوکنار کرل، د بدیلو کښتونو لپاره د مرستې د نشتون له امله شکایت کوي. دوی وایي چې د کوکنارو په کرکېلې د بندیز درې کاله تېر شوي، خو تر اوسه له دوی سره د اصلاح شوو تخمونو، نباتي درملو او نورو بدیلو مرستو هیڅ مرسته نه ده شوې.
د کندز ولایت د چهادرې په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو چې د اوبو د کموالي له امله یې له څو کالونو ځنډ وروسته سږ کال شولې کرلې دي، وايي چې د شولو له حاصلاتو خوښ دي. ددغو کروندګرو په وینا د شولو حاصلات له نورو کښتونو څو چنده ښه وي او ترڅنګ یې ځمکه هم قوي کوي.
په بلخ کې کروندګر وايي چې سږ کال د لمرګلي حاصلات د یو ډول نباتي مرض له امله سخت زیانمن شوي دي. ددغه ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر، محمدزیب، چې په لس جریبه ځمکه یې لمرګلي کرلي وو، وایي چې د تېرو څو کلونو په پرتله سږ کال د لمرګلي حاصلات څو چنده کم شوي دي.
د بلخ ولایت یو شمېر کروندګر وايي، چې سږ کال یې د نباتي امراضو له امله له کرل شوو فصلونو نه یوازې ګټه نه ده ترلاسه کړې، بلکې خپل لګښتونه یې هم نه دي پوره کړي. د چمتال ولسوالۍ کروندګر میرحمزه وایي، چې د سږني فصل حاصلات یې ډېر کم دي او حتی د کرکیلې لګښتونه یې هم نه دي پوره کړي.
په مزارشریف کې د سبزیو مارکیټ هټیوال وايي، سږ کال د سبزیو بیې د حاصلاتو د زیاتوالي، د سړو خونو نشتون او د صادراتو د بندېدو له کبله ډېرې ټیټې شوې دي. د هټیوالو په وینا، که څه هم سږ کال په کورني مارکیټ کې د سبزیو حاصلات زیات وو، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د سبزیو بازار اغېزمن کړی دی.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ کروندګر،سږ کال د ګنیو له حاصلاتو خوښ دي او وايي چې د دې فصل عواید تر نورو کرنیزو فصلونو څو برابره زیات دي. ددغه ولسوالې یو کروندګر مجاهد ملکزی، چې په خپلو ځمکو يې د جوارو او ګنیو کر کړی، وايي چې د ګنیو حاصلات یو جریب شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ عواید ورکوي او زحمت یې هم کم دی.
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یو شمېر کروندګر د ژمنیو کښتونو ښو حاصلاتو ته هیلهمن دي. د محبت په نوم ددغه ولسوالۍ د امرخېلو سیمې یو کروندګر چې په اجاره ځمکه یې د لېړوګانو کښت کړی، وایي که حکومت ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې وکړي، نو حاصلات او عواید به یې لوړ شي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ کروندګر شکایت کوي چې د نعناع حاصلاتو لپاره مناسب مارکېټ شتون نه لري او ډېری وخت کرلي فصلونه یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی.
د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرکېله له بندیز وروسته، په بلخ ولایت کې یو شمېر کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، چې په دې کې د جارو کښت هم شامل دی. کروندګر وایي، چې د جارو کر لږ لګښت لري، خو ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله یوه اندازه زیاته ده.
په کندز کې ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د سبزیو حاصلات د نورو کښتونو لکه غله جاتو او میوو په پرتله ښه وو. د ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمد یعقوب، چې په لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډول سبزي کرلي دي، وايي چې د سبزیو حاصلات له نورو کښتونو زیات دي او د تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې حاصلات اخلي.
په کندز کې کروندګر وايي، چې سږ کال د یو نباتي مرض له امله د مۍ د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله څو چنده ټېټه شوې ده. ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، صفي الله، وايي، چې په دوه جریبه ځمکه کې یې مۍ کرلي، خو یوازې دوه بوجۍ حاصلات یې ترلاسه کړي دي.
د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د پنبې حاصلات د تېرو کالونو په پرتله کم شوي دي. ددغه ولسوالۍ د چاري اباد کلي کروندګر داود منګل، چې په ۲۵۰ جریبه ځمکه یې پنبه کرلې وه، وايي چې د مرضونو له امله یې حاصلات کم شوي او له تاوان سره مخ دي.
د کندز – کابل د لویې لارې په اوږدو د علي اباد ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې د انګورو پلورونکي وايي، چې هر کال د انګورو په موسم کې پر دغه اوږدې لارې انګور پلوري، ځکه پر دغه لاره زیات شمېر مسافر تېرېږي.
د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې په یو سیمه ییز لوبغالي کې په کرکټ بوخت ځوانان وايي، چې ورزش کول دوی له نشه يي توکو راګرځوي. ددغه ولسوالۍ د چنارګل بازار په لوبغالي کې بوخت ځوانان وايي، چې کرکټ او نور ورزشي فعالیتونه له ځوانانو سره د نشه يي توکو د استعمال په مخنیوي کې مرسته کړې ده.
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې له تېرو درې کالونو راهیسې د اوبو کموالي له امله د شولې کرکیله نه کېدله، سږ کال شولې کرل شوي دي. ددغه ولسوالۍ د 'حلقه قول' د کلي کروندګر خیرالله وايي، چې اوس یې شولې کرلي، ځکه چې اوبه زیاتې شوي دي.
په کندز کې د انګورو بڼوال وايي، چې سږ کال د انګورو حاصلات د پخوا په پرتله زیات شوي، ځکه چې تېر ژمی کې د انګورو تاکونه یخ ونه وهل. اجمل صدیقي، چې د چهاردرې ولسوالۍ د ماما خیلو کلي اوسېدونکی دی او په ۲۵ جریبه ځمکه انګور کرلي، وايي چې ۱۷ بېلابېل ډول انګورونه لري.
په کندز کې د بادامو یو بڼوال وايي، چې د پروسږکال په پرتله سږ کال د بادامو حاصلات زیات شوي دي او ددې لوی لامل دا دی چې د سږکال د ژمي او د پسرلي په سر کې د یخ څپې ونه ځپل.
په کندز کې کروندګر له دې شکایت کوي چې د نباتي امراضو له امله یې اکثره کښتونه خرابېږي او په بازار کې موجوده درمل بې کیفیته دي. ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، عاشق الله، وایي چې سږ کال یې په درې جریبه ځمکه کې مۍ کرلي، خو کښت یې بیا هم د مرضونو له امله زیانمن شوی.
په کندز کې په تېرو څو کلونو کې د ناکو بڼوالي زیاته شوې ده، چې له امله یې کروندګر د ناکو له حاصلاتو خوښ دي. خو ځینې کروندګر په معیاري بڼې د بڼونو جوړولو لپاره د لوړو لګښتونو له کبله اندېښنه لري او وايي چې دا کار ډېرو کروندګرو ته ګران دی.
نور پورته کول