د افغانستان د قضایي او عدلي مرکز د اداري فساد د لویو جرمونو د استناف د محکمې رئیس وایي چې ددې محکمې د قاضیانو او اداري کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د بنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبو سریز وګټه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یو ځل بیا د پاکستان حکومت په افغانستان کې د بې ثباتۍ په رامنځ ته کولو ملامت کړ.
د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې چارواکي او څیړونکي وایي چې ایران د افغانستان او پاکستان په زرگونه شیعه مذهبه د کور، شپږ سوه ډالره میاشتني معاش او د بیرته راتلو وروسته د کار د زمینې په پلمه سوریې استولي چې د بشارالاسد د ځواکونو تر څنگ وجنگیږي.
شاهد اپریدي ویلي چې په شپږیزه کې لوبې نه شي کولای.
د طالبالنو او داعش پر مرچلو باندې د هوایي بریدونو په زیاتوالي سره د ملگي وگړو د مرگ ژوبلې په هکله اندیښنې هم ډیرې شوې دي.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد هغه ادعاوی رد کړې چې وایي د دغه ولایت د شورا غړی محمد آصف مومند له نیولو وروسته شکنجه شوی دی.
په بامیان ولایت کې د افغانستان د شپږو ولایتونو د څه دپاسه ١٣٠ لوبغاړو ترمنځ د لامبو او واترپولو سیالۍ تر سره شوې.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم غړې هاجر ابوالفضل د beyond the sport یا د ورزش وراخوا ټولنې د زړورتیا جایزه وگټله.
د افغانستان د مشهور سندر غاړي یواځنۍ لور شبنم ظاهر د شنبې په ورځ د خپل پلار د ژوندانه په هکله د یو مستند فلم جوړول پیل کړل.
د بامیان ولایت د شیعه علماو شورا په دې ولایت کې د دمبوري جشن جوړیدل د اسلام خلاف گڼلي دي، خو د بامیان د حج او اوقافو ریاست ویلي دي چې دا ډول جشنونه په ټوله اسلامي نړۍ کې جوړیږي او د اسلام سره مغایرت نه لري.
د سمنگان ولایت امنیتي مقامات وایي، د حکومت مخالفین هڅه کوي چې ددې ولایت د ډبرو سکرو د کان کنترول ترلاسه کړي چې په دې ولایت کې خپل فعالیت پراخ کړي.
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهگرو په لست کې د حزب المجاهدین د مشر سید صلاح الدین د نوم د شاملولو په خاطر د امریکا په جمهور رئیس دونالد ټرمپ سخت انتقاد وکړ.
د ایران د پارلمان رئیس وایي افغانستان کولای شي له بهرنیانو پرته د ترهگرو ډلو پر وړاندې وجنگیږي.
ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالات د شمالي کارولینا ایالت د پوځي اډې نه ١٥٠٠ سرتیري د سه شنبې په ورځ افغانستان ته واستوي.
پاکستان د ترهګرۍ له اړخه له کلکو او مخ په زیاتیدونکو نیوکو سره مخ دی، خو اسلام اباد ټینګار کوي چې ترهګر نه پالي.
د افغانستان جمهور رئیس دا نه دي ویلي چې دغه بهرني جنگیالي څنگه افغانستان ته راننوتي دي.
زلمی خلیلزاد وایي اوس یې وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
د امریکا د لمړنیو استخباراتي معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په شاهین ٢٠٩ قول اردو باندې په برید کې د حقاني ډلې لاس و.
د بلخ د شاهین په ٢٠٩ قل اردو باندې حمله پای ته رسیدلې ده یوه حمله کونکی نیول شوی او نور ټول وژل شوي دي.
نور پورته کول