د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې طالبانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «واسوای» سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي دي.
افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان په ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه زندانیان خوشي کړي دي.
د زابل ولایت یوې جیګپوړې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د دغه ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې اوه پولیس په داخلي برید کې وژل شوي دي.
پېښه نن دوشنبه تر غرمې مخکې څه کم یوولس بجې د نادعلي ولسوالۍ په «چهاراهي پای» سیمه کې شوې.
په دغه نندارتون کې د هرات، بدخشان،بامیان،نیمروز او فاریاب په ګډون د بېلا بېلو ولایتونو څخه د ښځو په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته اېښودل شوي. داسې ویل کیږي چې په راتلونکي کې به دغه ځاې په یوه دایمي مارکېټ بدلیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وازرت چارواکي وایي، چې د کندهار ښار په منزل باغ سیمه کې یو ۱۸ میاشتینی ماشومام په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
په هلمند کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د هلمند د سرحدي لوا قوماندان وژل شوی او د یوه افغان خبریال په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
په کندهار ښار او ۷ ولسوالیو کې د پوليو واکسین په تېر کمپاین کې ۸۷ سلنه تطبیق شوی، خو د دې ولایت په ٧ ولسوالیو او کندهار ښار کې ١١ فیصده ماشومان له واکسین پاتي وو.
د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پر ودانۍ یې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن شنبه سهار د «لړم پر۱۸مه» د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم او وسله وال برید کړی دی.
د زابل په مرکز کلات کې سل ګونو موټر چلونکو د پوليسو له لوري د یوه موټر چلوونکي د وژل کېدو په غبرګون کې د کابل – کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
په کندهار کې د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر وايي، په زابل ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د نړیوالو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان د ماین چاودنه شوې ده.
په ارزګان ولایت کې نن شنبه د «لړم پر۴مه»د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شوی دی.
په کندهار کې ولایتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونوتیره شپه د هلمند د خانشین په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې د شبکې یو غړی نیولی دی.
د افغانستان په جنوب کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رمباسي سیمه کې یو.
د زابل ولایتي چارواکي وايې، ولسي خلکو ته د عامه خدماتو د ښه وړاندې کولو په هدف هدف یې د دایچوپان ولسوالۍ.
د زابل د ولایتي شورا رئیس وايي، که د شاجوۍ ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونشي له امله به یې د کابل ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.
په کندهار او هلمند کې د جمهور رئیس غني په ټاکنیز دفتر کې ماین چاودنو څلور تنه وژلي او د لسو په شاوخوا کې نور یې ټپي کړيدي.
نور پورته کول