د زابل ولایتي چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت مرکز کلات ښار کې د ولایتي روغتون او د ملي امنیت د ولایتي ریاست سره نږدې د یو موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي.
د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په یوه داخلي برید کې یوولیس پولیس وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د ارزګان ـ کندهار لار نن جمعه د عامو ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ارزګان امنیتي چارواکي وايې، د دغه ولایت پر خاص ارزګان ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو برید پر شاتمبولی دی.
نن چهارشنبه د «وږې میاشتې پر۶مه»»په کندهار ښار کې په یوه وسله وال برید کې دوې ښځینه پوليسې وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي زرقاوي د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د یاد ولایت د سپینې غبرګې د پولیسو پر یوې لویې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شاتمبولی دی.
د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، دغه ولایت کې د پولیو نوې پېښه را منځته شوې ده.
د کندهار د کرهڼې ریاست وايي، چې هر کال په کندهار کې د میوو له پنځوس زره نه تر شپیته زره هکټاره ځمکه باندې نوي باغونه جوړیږي.
د کندهار امنیتي مسؤلین وايي، د یاد ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د وسله والو طالبانو دوه نفوذي کسان نیولي دي.
د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي، چې تیره شپه ( زمري ۹مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ارغستان پر ولسوالۍ پر امنیتي کمربند پراخه بریدونه وکړل، چې په شا تمبول شوي دي.
د کندهار ولایتي شورا وايې چې پدې ولایت کې په نشه د روږدو کسانو لپاره د درملنې امکانات باید زیات شي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر سایکل چاودنې ۳ تنه وژلي او۲۳نور یې ټيان کړي دي.
د زابل امنیتي مقامات وايې چې د میزان ولسوالۍ مرکز يې د ټکیر سیمي ته انتقال کړی او د میزاني ولسوالۍ د مخکني مرکز ټول تاسیسات افغان ځواکونو په هوايي بریدنو کې ویجاړ کړي دي.
د دغو انګور د تاکانو قلمې څو کاله وړاندي له امریکا څخه د افغانستان جنوب ته وړل شوي وو.
د کندهار د زراعت اداره وايې چې هر کال پدې ولایت کې تر ۲۵۰ زیات د انارو نوي باغونه پر هغو ځمکو کښېنول کیږي چې مخکې به کوکنار په کې کرل کیدل.
د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ چارواکي وايي، که دغه ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري ونه رسیږي ممکن دا ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر معروف ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
په کندهارکې امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال تیره شپه په کندهار ښار کې د یو ځانمرګي برید مخه نیول شوې او دوه پرله پسې چاودنې شوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار نړیوال هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم اعلان کړ.
نور پورته کول