دفاع وزارت وايي، تیره شپه افغان ځواکونو، د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو زندان برید کړی او د زندان څخه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ تنه بندیان خوشې کړي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي په دې برید کې څلورو بریدګرو برخه لرله، چې د برید په پیل کې یو بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او پاتې نورو د افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ځانمرګي برید کوونکي دا برید د مازدا لارۍ په وسیله کړی دی.
د کندهار د والي ویاند داود احمدي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د وژل شوي ماین پاکوونکي جسد تير مازیګر د میوند په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه پیدا شوی دی.
چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې د لمړنیو معلوماتو له مخې ۷ تنه وژل شوي او ۳۲ کسان نور ټپیان شوي دي.
هلمند ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۱۵ تنه ازاد کړي دي.
په کندهار کې چارواکي وايي، چې ناپیژندو وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ټاپي د پروژې پنځه کارکوونکي وژلي او یو تن يې له ځان سره بیولی دی.
د ارزګان ولایتي چارواکي وايي،افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د خاص ارزګان او چوره ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.
د هلمند د سولې د پرلت غړو له لښکرګاه ښار څخه کابل ته تیر مازیګر پلی حرکت پيل کړی او وایي، چې غواړي له دې لارې د نړیوالو پام افغانستان کې سولې اړتیا ته ور واړوي.
په فراه او زابل کې افغان امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه او اوړمه شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت مرکز او د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ډله ییز بریدونه کړي دي.
د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور په ځانمرګی برید کې ۲ افغان پوليس او ۳ تنه ځانمرګي برید کوونکې وژل شوي دي.
نن سهار اته نیمې بجې په هلمند کې د موټر بم د یو ځانمرګي برید په ترځ کې شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، نن سهار نهه بجې ناپیژاندو وسله والو د کندهار په څلورمه حوزه کې یوذ وسله وال برید کې افغان خبریال عبدالمنان ارغند وژلی دی.
په تیره اونۍ کې تر پنځوس زره پوري کسانو پدې ولایت کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې.
د مخابراتو د ادارې مسئولین وايې شبکو پر فعالیت وسله والو طالبانو بندیز لګولی.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پولیسو و لوړ پوړی منصبدار نن سهار د ماین په چاودنه کې وژل شوی او څلور نور پوليس ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن وايي پر پاکستان به خپل فشارونه زیاتوي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
په کندهار کې د اپینو یو شمیر نیښ وهونکي وايي، چې دوی د هلمند لرې پرتو سیمو کې د کوکنارو د نيښ وهلو لپاره ځي، چې په خپلو سیمو کې یې بې کاري ده.
دا کلنۍ مشاعره د عینومینې په یوتفریحي پارک کې جوړه شوې وه، چې ورته له کندهار سربیره د افغانستان له بیلا بیلو برخو څخه هم په زیات شمیر شاعران او فرهنګپال ور بلل شوي وو.
چارواکي وايي، د هلمند د نجونو لیسې یو شمیر زده کونکې له مسمومیدو وروسته، د بست روغتون ته انتقال شوي دي، چي اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
نور پورته کول