د کندهار امنیتي مقامات وايې، چې نن د شنبې په سهار د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د دغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو کړي، دیرش وسله وال طالبان وژل شوي.
د پرلت کوونکو ګډونوالو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې قیس هاشمي او میروس کاڼی تېر ماښام اوداود درمان او ډاکتر عرفان د روغتیایي وضعیت د خرابیدو له امله نن لس نیمي بجې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې، چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍپه باغکه سیمه کې یو دولس میاشتنی هلک په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
په کندهار کي د ولس غږ په نوم سیاسي بهیر له دولت څخه وغوښتل چې راتلونکې ټاکنې پر وخت تر سره کړي.
د هلمند امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نه دی شوی دی.
په کندهار کې د افغان پوځ مقامات وايې چې د دې ولایت په لویدیځ میوند ولسوالۍ کې يې د پوځ پر یوه مرکز د وسله والو طالبانو یوه لویه حمله پر شاه تمبولې ده.
دالار له تیرو پنځو ورځو راهیسې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په سلګونو اوسیدونکو د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو په غبرګون کې تړلې وه.
په کندهار کې چارواکي وایي ډیورېنډ کرښې ته نژدې د سپين په بولدګ ولسوالۍ په امنیې قومندانۍ باندې ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د کابل ـ کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.
د کابل ـ کندهار لویه لار نن د څلورمې ورځې لپاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او په ورته وخت کې د غزني ولایت د امنیت د ټینګیدو لپاره دغه ولایت ته اضافي امنیتي ځواکونه هم رسیدلي دي.
کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونو پرانیسته ځايي مقامات د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼي
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، تیره ورځ وسله والو د کندهارـ ارزګان په لویه لار شاوخوا دیرش مسافر چې پنځه افغان پولیس هم په کې شامل دي، له موټرو کښته کړي او نامعلوم لور ته یې له ځان سره وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار یو پلي ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي خوزې اړوند د شش درک په سیمه کې برید کړی، چې له امله یې یوتن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
روغتیایي چارواکي وایي، د دولت د وسله والو مخالفینو د ځينو سیمه ييزو قومندانانو له لوري د واکسین کمپاین پر وړاندي د پرتو خنډونو له امله لاهم په کندهار کې ۱۳ زره ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې دي.
د کندهار امنیتي مقامات وايې،تیره شپه یې د دې ولایت د نېش د ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو د یوې سترې حملې پر شاه تمبولو لپاره جنګي الوتکې کارولي چې له امله یې په هوايي بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو په یوه مرکز کې د دغه مرکز ۱۶ وسله وال د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي دي.
د زابل ولسي استازي وايي چې د کلات د ښاروالۍ سرپرست د ميلیونو افغانیو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی.
د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د وسله والو طالبانو د یوه لوی برید مخه يې نیولې او په هوايي بریدونو کې يې ۵۰ وسله وال وژلي.
روغتیایې چارواکي وایي، د ماشومانو د ګوزڼ دا دوه پېښې، یوه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او بله پېښه يې بیا پهنا امنه ولسوالۍ شاه ولیکوټ کې رامنځته شوې ده.
نور پورته کول