دا لاریون چې سهار لس بجې پیل شوی وو، د غرمې په دولس بجو د پریکړه لیک په لوستلو د ښار په مرکزي برخه کې په سوله ایز ډول پای ته ورسید.
د زابل ولایتي شورا غړي وایي، د دې ولایت په مرکزي برخو کې وسله والو مخالفینو پراخ حضور پیدا کړی، چې د کابل – کندهار لارې د ناامنه کولو د ترافیکو پر مخ د تړلو هڅې یې هم پیل کړي دي.
افغان حکومت د هلمند د لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک مخې ته د خونړي برید وروسته د دغه ولایت د پولیسو دوه لوړپورې چارواکي بدل کړي دي.
د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټوټیر کې لیکلي چې د هلمند د لشکرگاه ځانمرگی برید طالبانو کړی دی.
افغان ځواکونو د ارزګان د ولایت مرکز ترینکوټ ښار له څنډو څخه د جګړې د پرشا کولو په موخه له ترو دریو اونیو راهیسې د " اتل اوه" په نوم نظامي عملیات پیل کړي دي.
د هلمند امنیتي مقامات وايې چې پدې ولایت کې د ملاهبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د خپلي سیالې ملا محمد رسول د ډلې پر وسله والو طالبانو ځان وژونکی موټر بم برید کړی دی.
د جنوب زون روغتیایي چارواکي وایي، د هلمند ولایت د نوازد ولسوالۍ په سارنګ بادام کلي کې یو پنځه میاشتنی ماشوم هلک په پولیو اخته شوی دی.
په هلمند کې افغان امنیتي چارواکي وایي تیره شپه په ناخبرۍ کې د دغه ولایت د سرحدي پوليسو پر یوه مرکز هوايي برید شوی، چې له امله دوه پولیس وژل شوي او شپ/ نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې له تیرو دوو ورځو د دغه ولایت دخاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې چې په ترڅ کې افغان ځواکونه له پنځه پوستو په شا شوي دي.
په کندهار ولایت کې د پولیو د برخې روغتیایي چارواکي وايي، د دې ولایت په شاولیکوټ، میانشین او نیش ولسوالیو کې، دیرش کلسترونه د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې شوي دي.
په کندهار کې تېره شپه دوو تنو پوليسو پر خپلو همکارانو برید کړی شپږ پولیس يې وژلي او پنځه تنه نور يې ټپیان کړي دي.
د زابل په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه یو سیمه ییز پولیس د دغه ولایت د شینکۍ په ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې په خپلو شپږ ملګرو دزې کړي چې له امله شپږ سیه ییز پولیس وژل شوي دي.
کندهار شاولي کوټ کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې شپې په جګړه کې دواړو غاړو ته د سر درون زیان رسیدلی دی.
پاکستان له شل ورځو راهیسې د چمن-سپین بولدک لاره تړلې ده؛ افغان سوداګر وايي دغه کار دواړو هیوادونو ته زیان رسوي.
په کندهار کې د افغان پوځ پر یوه قرارګاه د وسله والو طالبانو په یو ستر برید کې د ملي اردو لس سرتیري او د وسله والو طالبانو اوولس وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي چارواکو دا پیښه تائید کړې او وایي چې په اړه يې پلټنې لا دوام لري.
په زابل کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنو نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په ارزګان کې د تازه نښتو په ترځ کې د ملي پوځ د یوه لوړ پوړي منصبدار په ګډون نهه تنه د پوځ سرتیري او لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
د جنوبې حوزه د پولیو د پروګرام چارواکي وایي، په اورزګان ولایت کې یو شمېر کورنۍ د پولیو واکسین په هکله د ناسم پوهاوي له امله واکسین سره مخالفت ښودلې او نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق شي.
چاودنه د کندهار ښار په مرکز د مدد خان په چوک کې شوې ده. دا چوک د کندهار د ولايت مقام سره په نږدې فاصله کې پروت دی.
نور پورته کول