داسې مهال چې په کابل کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې پر ډېرېدو دي، د روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن په دغه ښار کې ۲۰۰ معتادین راټول او بستر کړل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته دغې ډلې د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې سلګونه ولسي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.
په افغانستان کې د کان کیندنې د دوو تړونونو له لاسلیک وروسته د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په یوې اعلامیې کې د دغه هېواد پر طبیعي زیرمو باندې د معاملې کولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستا د بهرنیو چارو وزارت د کروناویروس د روغتیايي کړکیچ پر مهال یې د بشري اوربند د ټینګېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د لسو لویو قاچاقبرانو لست خپور کړی او د هغوی په موندلو باندې یې انعام ایښي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو لسو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۲۷۶۸۶ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې څه باندې ۳۰۹۰۰ تنه لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.
په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسولین وایي سره له دې چې د کرونا په وایروس د اخته کېدو ګواښونه شته، خو د معتادینو د درملنې لپاره یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت په اړوندو لابراتوارونو کې د کروناویروس ۱۶۳ مشکوکې نمونې معاینه کړي چې ۵۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې دیبرا لیونز د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غويي ۴) رسماً خپل کار پیل کړ.
که څه هم په کابل کې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د معتادینو د راټولولو او د درملنې مرکزونو ته د لېږلو لړۍ روانه ده، خو د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په معتادینو کې دغه وایروس نه دی خپور شوی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې د دوی د اټکل له مخې سږکال په افغانستان کې د اورښتونو.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روانو سیاسي مذاکراتو له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو سیاسي توافق ته ورسېږي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو له ډلې څه باندې دیرش فیصده ځوانان دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تېره شپه په لوګر ولایت کې د ملي اردو پر پوستو باندې د طالبانو په برید کې د اردو ۹ سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت منلې چې جمهور رئیس غني د دغه وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نور کسان ګومارلي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د هغو هېوادونو په اړه چې د رسنیو آزادي یې تر پښو لاندې کړې د قانوني تعقیب لاندې د راوستلو لپاره ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.
خطاط او انځورګر احمدشاه جاغوري چې پخوا په الکولو روږدی وو، څو کاله کیږي چې الکول یې پرېښې دي، او اوس نورو معتادینو ته هنر ور زده کوي.
د افغان حکومت له خوا د چهارشنبې په ورځ د سلو طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې نن به هم سل نور طالب بندیان خوشې شي.
افغان نظامي چارواکو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي چې د بګرام په هوايي ډګر د توغندیو برید شوی دی.
نور پورته کول