د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د مذهبي اقلیتونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د کابل د پل سوخته په سیمه کې د مړو معتادینو درې داسې جسدونه موندل شوي، چې په کرونا وایروس د اخته کېدو شک پرې شته او د معاینې لپاره یې جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره په کابل کې د ګرځ بندیز شرایط لاپسې سخت شوي دي.
افغان حکومت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له تېرې اوونۍ راهیسې د معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۱۲۰۰ معتادین راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستر کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.
په کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي، چې په ترڅ کې د وایروس ضد دوا شیندنې هم کیږي.
د افغانستان د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست وايي چې په زندانونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اوسه ۱۶۹۹ بندیان له خوشې شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د طالبانو له دې دریځ چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کروناویروس د پراخېدو په صورت کې به جګړه ودروي هرکلی کړی دی.
په کابل کې د چین سفیر له کروناویروس سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته د خپل هېواد د مرستو د سپارلو پر مهال دغه ویروس د ننګونې سربیره د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت بللی دی.
په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د مخدراتو د تشخیص یوازنی لابراتوار فعاله دی، چې په کې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې نیول شوي مخدره مواد ټيسټ او تشخیص کیږي.
له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په دې مرکز کې د مخدراتو د قاچاق په تور ټول نیول شوي کسان بایومټریک کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو نن د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۹مه (وري ۱۰) د کروناویروس د مخنیوي لپاره د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ۴۰۰ بېسرپناه معتادین راټول او د امید د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز ته یې انتقال کړل.
د مسکراتو او نشهیي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تیر لمریز کال کې ۲۲۹۵ قاچاقبرانو ته یې نغدي او د حبس سزا ورکړې ده.
افغان حکومت وايي چې د جمهوررئیس غني د فرمان په اساس په محابسو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي او د زندانیانو د روغتیا لپاره زرګونه بندیان خوشې کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کروناویروس د ۸۰ اختهو کسانو په منځ کې پنځه تنه روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېر لمریز کال په دغه هېواد کې په ۱۶۳زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، چې د وړم کال په پرتله کموالی ښيي.
عبدالله عبدالله له جمهور رئیس غني سره د جوړجاړي لپاره په دې مسله کې د سیاسي مشرانو د ښکېلتیا غوښتنه کړې او تفاهم ته د رسېدو لپاره یې د لس ورځې مهلت وړاندیز کړی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته ۱۹۸زره او ۵۲۷ افغان کډوال ستانه شوي دي.
په کابل کې په نشه يي توکو د معتادو ښځو د سل بستریزه مرکز ډاکټرانې وايي، چې د معتادو ښځو رواني درملنه ورسره مرسته کوي، چې له اعتیاد وژغورلې شي.
دېرش کلن غلام صدیق چې د کابل ښار اوسېدونکی دی له کلونو راهیسې په هیروئینو روږدی دی.
نور پورته کول