د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د جنوبي آسیا په کچه افغانستان د نفوسو تر ټولو چټکه وده لري.
په څرخي پله زندان کې یو شمیر معتادین وايي، چې په زندان کې دننه هم ورته د ځینو کسانو او پایوازانو له خوا مخدره مواد رسیږي.
د دایکندي ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید په نتیجه کې اوه افغان عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو د کابل پوهنتون دوه تنه استادان نیولي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرامالدین کریم مدافع وکیل وايي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ورته د هغه د موکل په اړه د جنسي تیري د ادعاو په تړاو موثق اسناد نه دي وړاندې کړي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، د یو لړ پرمختګونو سربېره لا هم په افغانستان کې راستانه شوي او بېځایه شوي کډوال له امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونېسف، تیره ورځ په کابل کې د وسله والو طالبانو برید ته په غبرګون کې ویلي، چې په ښوونځیو او حتی په شاوخوا سیمو کې یې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
دغه پروګرام له لارې لومړی د کابل په ښوونځیو کې د دولس زره زدهکوونکو د سترګو، غوږونو او خولې معاینه کیږي
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په اړه د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې پیل شوه.
په کابل کې د ایران سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ایران نه غواړي چې له نورو هیوادونو سره خپلو اختلافاتو ته په افغانستان کې لمن ووهي.
د امریکا نړیواله پراختیايي اداره وايي، چې په هند کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې افغان سوداګرو د ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې (RSF) د افغانستان رسنیو ته د طالبانو ګواښ غندلې او په دغه هیواد کې یې د خبریالانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
ارګ وايي، چې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د روانې اونۍ په وروستیو کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه هغه هیواد ته سفر کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې وکیلانو پریکړه کړې، چې د دغې جرګې د ریاست څوکۍ لپاره به له سره انتخابات کوي.
متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د وچو او تازه میوو د صادرولو لپاره د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) د کابل – شارجه هوايي دهلیز پرانیستل شو.
د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) یو شمیر رسنیو ته د وسلهوالو طالبانو د اعلامیې په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د بیان د آزادۍ او د بشري حقونو خلاف ګڼلې ده.
د افغانستان، ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ چارواکو په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه د دوشنبې په ورځ په اسلامآباد کې بحثونه پیل کړل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د آسانتیاو رامنځته کولو او د دغې پروسې کوربهتوب ته لیوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو وايي، چې په کنړ کې د لشکر طیبه پر یو نظامي مرکز د ملي اردو ځواکونو د برید په نتیجه کې د دغې ډلې غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې ناټو تر ۲۰۲۴ کاله پورې هرکال له افغان ځواکونو سره د ۵ میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
نور پورته کول