د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی اوقضایی مرکز وايي، چې په تیره یوه اونۍ کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو په خپلو علنی غونډو کې د مخدره موادو د ۱۶ فضیو په تړاو ۲۱ تنو ته د حبس د مختلفو مودو سزا اورولې ده.
په داسې حال کې چې نن له وسلهوالو طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند لومړۍ ورځ ده، د دغې ډلې وسلهوالو تیره شپه په فاریاب او غزني ولایتونو کې بریدونه کړي دي او افغان ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، له هغو وزیرانو سره سلیقوي چلند د زغملو وړ نه دی، چې د پارلمان له خوا تائید شوي او په خپلو چارو کې بریالي دي.
د افغانستان د اوبو او بریښنا ګوښه شوی وزیر علياحمد عثماني د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د یوې پروژې د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل، وزارتونو ته باید په طبیعي ډول د چارو د ترسره کولو اجازه ورکړل شي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یو حُکم په ترڅ کې، د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړی دی.
نن سهار د کندز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې، وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي چې په کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژل شوي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست د وسلهوالو طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان په غبرګون کې وايي، افغان حکومت له هر هغه اقدام څخه هرکلی کوي، چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ (جون ۷) په یو ویډیویي پیغام کې له افغان وسلهوالو طالبانو سره د اوربند یو اړخیز اعلان وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغې ډلې پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یو تازه ریپوټ کې ویلي، چې تیرکال د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې کچه څه باندې ۲۲ فیصده راټیټه شوې ده.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان او برتانیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دغه هیواد د مرستو د زیاتوالي پر سر، له برتانوي چارواکو سره د خبرو لپاره د چهارشنبې په ورځ لندن ته تللی دی.
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو تیره یوه اونۍ کې د ۲۲ قضیو په تړاو ۳۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او دوسیې یې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره دغه مرکز ته سپارلي دي.
وسلهوالو طالبانو د فراه ولایت د پُرچمن ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې خو د دغه ولایت چارواکي وايي، چې یاده ولسوالۍ د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده.
نن سهار شاوخوا اوه بجې د کابل په بنيحصار سیمه کې د مسعینک د تاریخي آثارو د لرغونپوهانو د عملې پر موټر د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د "ډابلن کوچنۍ ډلې" په غونډه کې وویل، د افغانستان د جګړې لویه برخه د نشهيي توکو له کاروبار څخه تمویلیږي.
یوناما وايي په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون نافذ شوی دی، خو لا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ښځې عدالت ته پوره لاسرسی نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه څخه غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخدراتو د پروسس دوه فابریکې، چې په کې شاوخوا ۱۱ ټُنه اپین وو، له منځه وړي دي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شو.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت، د طبیعي زیرمو له قاچاق څخه د دولت د وسلهوالو مخالفینو د عوایدو په اړه د ګلوبل ویټنیس د ریپوټ محاسبه ناسمه ګڼي، خو دا مني چې په یو شمیر سیمو کې وسلهوالې ډلې د افغانستان له کانونو څخه ناقانونه ګټه اخلي.
نور پورته کول