د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د ۶۶ قضیو په تړاو ۷۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او دغه مرکز ته یې سپارلي دي.
هوايي دهلیز هره ورځ له کابل څخه استانبول ته د ۱۵ ټُنه سوداګریزو توکو د صادرولو ظرفیت لري.
په افغانستان کې تیر کال د کوکنارو د تولید د کچې د زیاتوالي په اړه د افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) ګډه سروې ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له مخدره موادو څخه تر شپږ میلیارد ډالره عواید ترلاسه شوي دي.
له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د سختو بارانونو له امله د شپاړسو ولایتونو اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د هوايي ځواکونو د مرستې نه رسیدلو له امله د دغه ولایت د اجرستان د ولسوالۍ ودانۍ وسلهوالو طالبانو نیولې ده.
د بېپولې خبریالانو ټولنه (آر اس ایف) وايي، چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د ناامینو په زیاتیدو سره، له رسنیو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت په زنهخان او جغتو ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو ۲۳ منسوبین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې د حکومت مشران او امنیتي چارواکي د ولسي ځواکونو د امنیت په ټینګولو او د هغوی د اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د مخدراتو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو او پرچون پلورونکو د نیولو لپاره به ډیر ژر د ټیلیفوني اړیکو ځانګړې لیکه جوړه او شمیره به یې له خلکو سره شریکه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې د افغانستان د ولایتونو دوه پر دریمه برخه د وچکالۍ له امله زیانمنه شوې ده.
د کابل پولیس وايي، نن له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د دغه ښار د څلورمې امنیتی حوزې په شهر نو پارک کې یو ځانمرګی برید ګر د پولیسو د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.
د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې تازه سروې، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ترسره شوې ښيي، چې ۵۴.۵ فیصده افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره، د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ نن رسماً پیل کړه، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغه بهیر مخالفت کړی او هغه یې نامشروع بللی.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پر خبریالانو باندې د دوشنبې ورځې خونړي برید ته په اشارې وايي، چې د سنګر او موقف پریښودل د دغه 'جنایت' ځواب نه دی.
ولسمشر محمداشرف غني په یو تازه فرمان کې ویلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ خپلواک دی او په چارو کې یې لاس وهونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشف سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې سیاسي سیالۍ د هیچا په ګټه نه دي.
افغان کومانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د مخدره موادو پر یو مرکز برید کړی او دغې ډلې ته یې د څه باندې دولس نیم میلیون ډالرو زیان اړولی دی.
د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل ښار په شپږمه حوزې کې د تذکرو د ویش پر مرکز ځانمرګی برید دوی کړی. په برید کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان شوي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د یو هیواد ثبات د هغه د صادراتو د کچې پورې تړلی دی او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره باید د دغه هیواد د صادراتو کچه لوړه شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره پر پوځي، امنیتي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
نور پورته کول