د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې د دغه بنسټ منسوبینو په کابل ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.
غزني کې سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو په غبرګون، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د قره باغ په موشکي سیمه کې د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د افغانستان د ملي امنیت رئيس محمدمعصوم ستانکزی وايي، تروریستي ډلې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته استفاده کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د افغانستان د جزا د نوي کوډ د نافذیدو هرکلی کړی او له تاوتریخوالي څخه د ښځو د خوندیتوب لپاره یې د یو 'غښتلي قانوني چوکاټ' پر جوړولو ټینګار کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیس وايي، په ۱۳۹۶ کال کې یې د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره نږدې ۲۵۰۰ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۸۴۸ کسان نیول شوي دي.
د بېپولې خبریالانو ټولنه، چې مرکز یې په پاریس کې دی وايي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د نورو ګواښونو سربیره، په یو شمیر ولایتونو کې وسلهوال طالبان له رسنیو څخه د مالیې په نوم باج اخلي.
د افغانستان د مسکراتو او مخدره توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز وايي، د مخدراتو د قاچاق لپاره له ښځو څخه د استفادې کچه لوړه شوې او پولیسو د روان کال په یوولسو میاشتو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲۱ ښځې نیولي دي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د فاریاب ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د امنیتي سکتور له چارواکو څخه يې غوښتي، چې د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د امریکا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د تنفیذ نړیواله اداره (INL) په ننګرهار ولایت کې د مخدراتو د کر او تولید د مخنیوي لپاره ۲۲.۵ میلیون ډالر لګوي، ترڅو د دغه ولایت کروندګر د کوکنارو پر ځای د حلالو توکو کرلو ته مخه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د افغان پولیسو د اصلاحاتو څلور کلنه ستراتیژي یې جوړه کړې ده او هیله دې چې ژر به یې پلې کړي.
د شپږو ولایتونو د والیانو له ګوښه کولو وروسته، د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام د سیمهییزو ارګانونو ادارې د فرمان په غبرګون کې ویلي، چې حکومت د هغه د ګوښه کولو صلاحیت نهلري.
د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) د ۲۰۱۷ کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۹ فیصده را ټيټه شوې ده.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د دغه هیواد منابع د یو کوچني اقلیت، غلو او غاصبینو لپاره نه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه بېاساسه ګڼي، چې ګواکې د افغان حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو له وسلهوالو طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تیره ورځ په کابل کې د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د خاصې قطعې پولیسو د عملیاتو پر مهال، دیرش کیلوګرام خالصه هیروئین کشف او ضبط کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سېشنبې په ورځ، د افغانستان، ناټو او منځنۍ آسیا هیوادونو د لوی درستیزانو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی.
د کورنیو چارو وزارت د څلورو جنرالانو په ګډون د ۱۴۶ لوړپوړو افسرانو او ساتنمنانو دوسیې څارنوالۍ ته سپارلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۱ ولایتونو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس له لوړ ګواښ سره مخامخ دي، څه باندې شپږ میلیونو افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د کابل او تاشکند ګډ امنیتي کمیسیون د شنبې په ورځ په خپلې لومړنۍ غونډه کې، د یو تطبیقي پلان په جوړولو هوکړې ته رسیدلي دي.
د کرنې په سکتور کې د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا دویم ملي کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.
نور پورته کول