د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په آی پي ال کې نوی ریکارډ جوړ کړ


د راشد خان په ۲۴ توپونو کې په ۱۸ یې یوه منډه هم ونشوه
د راشد خان په ۲۴ توپونو کې په ۱۸ یې یوه منډه هم ونشوه

افغان توپ اچوونکي راشد خان په آی پي ال کې بل ریکارډ جوړ کړ.

راشد خان د ممبۍ انډينز له لوبډلې سره د پنجشنبې (اپریل۱۲) په لوبې کې په څلورو اورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

د راشد خان ریکارډ دا شو چې د هغه د ۲۴ توپونو په ۱۸ یې هېڅ یوه منډه هم ونشوه، چې دا یو نوی ریکارډ دی. د راشد خان لوبډلې د ۱۴۸ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله. خو راشد خان په کې په صفر وسوځېده.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو او ۱۰۰زره هندۍ روپۍ جایزه ورکړه. هغه وویل چې دا پېسې به د خپل یو ملګري د رنځور ماشوم په درملنه لګوي، خو نور معلومات یې ورنکړل.

راشد خان وویل چې خوشاله دی د کرکټ له لارې د افغانانو پر شونډو مسکاوې راولي. د راشد خان تر دغه ریکارډ مخکې د هند د ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي اشوین هم داسې یو کار کړی و.

دا خبر د کرکټ مشهور ویبسایټ اس پي ان هم په خپل ټویټر کې خپور کړی دی.

د راشد خان لوبډلې تراوسه دوې لوبې کړې او راشد خان په کې دوه کسان سوځولي دي.

راشد او محمد نبي دواړه د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې دي، خو محمد نبي تراوسه کومه لوبه نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG