د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر د اوبو له کمښت څخه شکایت لري


په کندهار کې کروندګر د اوبو له کمښت څخه شکایت لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر هغه پخواني کروندګر چې اوس یې د نورو کښتونو کرکېلې ته مخه کړې ده د اوبو له کمښت سرټکوي. ددې ولایت یو کروندګر حاجي محمد وایي، مخکې به یې درې فصله کښت کاوه، خو اوس په کال کې یو ځل کښت ته هم ډېر په زیار اوبه رسوي.‌

هغه وویل: "د اوبو ډېره نېستي ده. اوس هم په تکلیف یو خو تر دې وروسته به نورهم ډیر په تکلیف شو، چې اوبه به پیدا شي که به پیدا نشي. فقط جوار، غنم او شپشتې (رشقه) کرو. نور کښتونه د اوبو د نېستي له وجهې نه کېږي".

حاجي محمد له حکومته غوښتنه لري چې کوچنیو چک ډېمونو جوړیدو ته پاملرنه وکړئ. دوی وايي پدې کار به بزګران نور د کوکنارو کر کېلې ته زړه ښه نه کړي او له بلې خوا به زراعتي پیداوار د کورني مارکېټ ټولي اړتیاووې پوره کړي.‌

هغه وویل:"سږکال د اوبو له کموالې له وجې مو پر ځمکه یو کښت کړی، ورځ په ورځ د اوبو سطحه ټیټیږی. مخکې به مو درې فصله کرکیله کوله، خو سږکال مو دا یو کړي. د اوبو د کموالي په سبب هم ځيني کروندګر د ښه مالي عاید د تر لاسه کېدو په موخه د نشه یې موادو کښت ته مخه کول."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی دی، خو په جنوب غربي ولایتونو کې چې د کوکنارو کرل ډیر معمول وه، عمده دلیل یې د اوبو کمښت وو، چې کوکنار د نورو فصلونو په پرتله لږو اوبو ته ضرورت لري.

سږکال وچکالي او د اوبو کموالی که څه هم کروندګر اندېښمن کړي، خو له دې سره سره د نویو باغونو د جوړلو کارونه د پسرلي له راتګ څخه مخکې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG