امریکایي چارواکي وایي د روانې جنوري میاشتې ۲۰ مې نیټې راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته تللی، پولیسو او نورو امنیتي اجنټانو هره ورځ سلګونه غیر قانوني کډوال نیولي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړیدي.
ډونالډ ټرمپ یکشنبه جنوري ۲۶ ( سلواغې اوومه) وروسته تر هغه په کولمبیا باندې ګمرکي تعرفې او د ویزو بندیزونه ولګول چې ددې هیواد جمهور رئیس ، ګوستاوا پیترو، وویل چې هغه غیر قانوني کډوال به ونه مني چې د متحده ایالاتو څخه په نظامي الوتکو کې دې هیواد ته شړل شوي.
ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې لیکلي، "دا اقدامات یوازې پیل دی. مونږ به د کولمبیا حکومت ته اجازه ورنکړو چې د هغو مجرمانو بیرته اخیستو لپاره خپل قانوني مکلفیت پر ځای نکړي چې په زور یې متحده ایالاتو ته رالیږلي".
د ټرمپ د څرګندونو څخه وړاندې د کولمبیا جمهور رئیس د اکس په شبکې کې لیکلي و چې یوازې په هغه صورت کې به د امریکا څخه شړل شوي کډوال ومني چې ددې کډوالو سره "په درناوي" عمل وشي او دا چې د ټرمپ حکومت یو پروټوکول ترتیب کړي.
د کولمبیا جمهور رئیس ګوستاوا پیترو، د کډوالو هغه ویډیو هم خپره کړې چې برازیل ته له امریکا څخه شړل شوي کډوال پداسې حال کې له الوتکې ښکته کیږي چې په پښو او لاسونو کې یې زولنې دي.
هغه لیکلي، "کډوال مجرمان ندي او باید چې د انسانانو په شان د درناوي چلند ورسره وشي. ما له همدې کبله د امریکا نظامي الوتکه بیرته ستنه کړله چې د کولمبیا کډوال پکې سپاره و".
جمهور رئیس پیترو ویلي که د کولمبیا کډوال په ملکي الوتکو کې ور واستول شي او په وقار ورسره عمل وشي، دی حاضر دی چې وې مني.
د ټرمپ لخوا په کولمبیا د ګمرکي تعرفو او بندیزونو تر اعلان وروسته ددې هیواد جمهور رئیس وویل چې د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ته یې امر کړی چې د امریکا په وارداتو ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د یکشنبې ورځې راهیسې یې د کولمبیا په پایتخت بوګوټا کې پخپل سفارت کې د ویزو طی مراحل بند کړي او دا یې هم ویلي چې دا کار یې په مستقیمه توګه د جمهور رئیس ګوستاوا پیترو لخوا د ناقانونه کډوالو نه منلو په غبرګون کې کړي.
کولمبیا په لاتینې امریکا کې د متحده ایالاتو دریم ستر سوداګریز شریک دی.
د امریکا امنیتي اجنټاتو همدا تیره اوونۍ په ټول هیواد کې څه د پاسه ۱۰۰۰ ناقانونه کډوال نیولي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته استولي دي.
فورم \ دبحث خونه