د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله په سوله‌ییز ډول د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ پر حل ټینګار وکړ


د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې له امریکايي او برتانیایي دپلوماتانو سره په لیدنه کې ویلي، چې "په سوله‌ییزه توګه د مسایلو حل" د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په ګټه دی.

اجرائيه ریاست په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د جنوري په نهمه (مرغومي ۱۹مه) په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیرې او د برتانیې له سفیرې سره جلا لیدنې کړي دي.

په دغو لیدنو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او د افغانستان د جمهوري ریاست د ابتدايي نتایجو په تړاو د شکایتونو د څیړلو بهیر په اړه خبرې شوي دي.

د افغانستان اجرائيه رئيس ویلي: "افغانستان د ترهګرۍ او د اوږدو جګړو د یو قُرباني په توګه سولې او ثبات ته د رسېدو په هیله دی او هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د وضعیت د لا پیچلتیا لامل کېږي، د سولې پر بهیر منفي تاثیر کوي".

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر په دې لیدنه کې د سیمې د تحولاتو او د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاست په تړاو اجرائیه رئيس عبدالله ته معلومات ورکړي دي.

اجرائیه ریاست په خپله اعلامیه کې د آغلې ډیکر له قوله ویلي: "د امریکا متحده ایالات په سیمه کې د کړکېچ د له منځه وړلو غوښتونکی دی، خو د امریکا پر ګټو د برید په صورت کې به اقدام وکړي".

همدا شان ښاغلي عبدالله په کابل کې د برتانیې له سفیري الیس بلیک سره په لیدنه کې، د کړکېچ د له منځه وړلو پر اصل او له سوله‌ییزو لارو څخه په استفادې د سیمه‌ییزو مسایلو په حلولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG