د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: هیله ده سیمه‌ییز تحولات د افغان سولې بهیر متاثر نکړي


د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د امریکا او ایران ترمنځ ناندریو ته په اشارې وايي هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې له افغانستان څخه د نیابتي جګړو د ډګر په توګه کار واخلي.

ښاغلي دانش د شنبې په ورځ د جنوري په څلورمه (مرغومي ۱۴مه) د افغانستان د اساسي قانون د تصویب شپاړسمې کلیزې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د امریکا دولت د افغانستان ستراتیژیک متحد دی او ایران هم د یو لوی ګاونډي هیواد په توګه له افغانانو سره تاریخي او دوستانه اړیکې لري.

هغه زیاته کړه: "موږ امیدواره یو چې د سیمې تحولات زموږ پر هېواد منفي اغیزې ونلري او د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نکړي".

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د جنوري په درېیمه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني د عراق د پایتخت بغداد پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.

ښاغلي دانش، قاسم سلیماني د داعش ضد مبارزه کې د سیمې په کچه یوه وتلې څیره وبلله او زیاته یې کړه: "...د ایران د اسلامي جمهوري د یو مشهوره قوماندان سردار قاسم سلیماني وژل کېدل، زموږ په سیمه کې په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي وضعیت پيچلی او کړکېچن کړی دی".

د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته ایران له امریکا څخه د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی او په بغداد کې د امریکا سفارت له امریکايي اتباعو څخه غوښتي چې له عراق څخه ووځي.

سپینې ماڼۍ د ایران له خوا د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو اقدام یو کمزوری تصمیم بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال ټینګار وکړ، چې له نړیوالو قواعدو څخه بهر د تاوتریخوالي هر ډول چلند، وضعیت لا پسې کړکیچن کوي او له ټولو خواو څخه یې وغوښتل، چې له زغم څخه کار واخلي.

ښاغلي دانش ډاډ څرګند کړ، چې له افغانستان څخه به د چا د ګټو په خلاف استفاده ونشي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په ټیلیفوني خبرو کې، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په احتمال اندېښنه وښودله.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي هیله لري چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

XS
SM
MD
LG